تازه خبرونه

باثباته او خوشحال افغانستان د سیمې په ګټه دې: شهباز شریف

د شنګهاي همکارۍ سازمان غونډه کې خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف د ترهګرۍ خپرولو غندنه کړې ده

1 min read

باثباته او خوشحال افغانستان د سیمې په ګټه دې: شهباز شریف

وزیراعظم شهباز شریف ایس سي او غونډې ګډون والو ته وینا کې اوویل چې ځنې هیوادونو ترهګري د خپلو سیاسي مقصدونو لپاره کاروي

September 2, 2025

د چین په ښار تیانجن کې تابیا شوې د شنګهایی همکارۍ سازمان غونډې ته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وینا کړې ده.

نوموړي په خپله وینا کې ویلي دي چې په دې مهم پلیټفارم کې ګډون ورته د خوښۍ خبره ده او د چین د ولسمشر شي جین پینګ له شاندار مېلمستیا یې ژوره مننه وکړه.

د ازبکستان او قرغزستان ملي ورځې

وزیراعظم د غونډې پر مهال ازبکستان او قرغزستان ته د هغوی د ملي ورځو مبارکي هم ورکړه.

د چین د مشرۍ ستاینه

وزیراعظم په خپله وینا کې اوویل چ ې د چین نړیواله مشري نن د ایس سي او او نورو پلیټفارمونو کې د یوه مثال په توګه راڅرګنده شوې ده. د هغه په وینا، سی پیک د دې مشرتابه یو څرګند او فلیګ شپ پروژه ده۔

د حاکمیت درناوی

وزیراعظم ټینګار وکړ چې پاکستان د ټولو غړو هېوادونو او ګاونډیانو حاکمیت ته درناوی لري او له نورو څخه هم ورته چلند تمه کوي.

نوموړی اوویل د اوبو لاسرسي پر وړاندې خنډونه لرې کول د ایس سي او د لا اغیزمن فعالیت لپاره مهم رول لوبولې شي. .

د ترهګرۍ پر ضد دریځ

شهباز شریف د ترهګرۍ ټولې بڼې وغندلې او ویې ویل چې ځینو عناصرو ترهګري د سیاسي موخو لپاره کارولې، خو نړۍ نور دا دروغجن بیان نه مني. نوموړي په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وروستي بریدونه او د جعفر ایکسپریس پېښه د بهرني لاس وهنې له شواهدو سره یاده کړه. .

د فلسطین ملاتړ

وزیراعظم د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلو یرغل د منلو وړ ونه باله او ویې ویل چې په غزه کې روان ظلمونه او بشري ناورین د نړیوال وجدان پر مخ یو ژور داغ دی.

نوموړي د دوه‌ریاستي حل پیاوړی ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو د منشور درناوې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې برخه ده.
د پاکستان قربانۍ او افغانستان سوله

شهباز شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د زیاتو قربانیو یادونه وکړه او ویې ویل چې په تاریخ کې داسې قربانۍ نه موندل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د یوه سوله‌ییز افغانستان پلوي دی ځکه دا د ټولې سیمې د سولې او هوساینې لپاره اړین دې. .

د همکارۍ ژمنه

وزیراعظم د خپلو خبرو پر مهال په پاکستان کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو یادونه هم وکړه او د چین په ګډون د نړیوالې ټولنې د مرستو او خواخوږۍ مننه یې وکړه وکړه.

نوموړي په پایله کې د ایس سي او مقصدونو او هدفونه ترلاسه کولې کې د پاکستان د بشپړه همکاریو او ژمنتیا ډاډ ورکړو.

Related Articles

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

د افغانستان د طالبانو په ضد جوړ ملي مقاومت څرګندوي چې د طالبانو، القاعدې او نورو سختدریځه ډلو جنګیالي په ګډه عملیات کوي او ټي ټي پي یوازې د سرلیک په توګه کارول کېږي؛ د بهرنیو جنګیالیو راتګ د طالبانو په امر روان دی

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *