تازه خبرونه

ترهه ګرو او جرائم پيشه کسانو خلاف ګهيرا تنګ،صدر زرداري د ترهه ګرۍ مخ نيوي ترميمي بل ۲۰۲۵ منظوري ورکړيده

د بل مقصد د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره د سيکيورټي فورسز صلاحيتونه نور هم مضبوطول دي

1 min read

ترهه ګرو او جرائم پيشه کسانو خلاف ګهيرا تنګ،صدر زرداري د ترهه ګرۍ مخ نيوي ترميمي بل ۲۰۲۵ منظوري ورکړيده

د ترهه ګرۍ مخنيوي قانون کښې د ترميم منظوري

August 31, 2025

د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې صدر مملکت آصف علي زرداري د سينټ او د قامي اسمبلۍ نه منظور شوے د ترهه ګرۍ د مخ نيوي په ترميمي بل ۲۰۲۵ لاس ليک کړېدے چي ورسره دا بل په فوري توګه نافذ شوېدے او ټول متعلقه ادارو په نوي قانون عمل درآمد شورو کړېدے ۔ د ايوان صدر اعلاميې ترمخه ترميمي قانون کښې عدالتي نګراني او حفاظتي اقدامات شامل کړي شويدي نوې قانون به ملک نه ترهه ګري او جرمونو خاتمه کښې موثره کردار ادا کړي ۔

د ترهه ګرۍ مخنيوي قانون کښې څه اصلاحات شويدي؟

په داسې مهال چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې بدامنۍ پيښو کښې اضافه راغلي ده او نور لوئي او واړه جرمونه هم سيوا شويدي د وفاقي حکومت له لوري د ترهه ګرۍ د مخنيوي قانون کښې اصلاحات به تر ډير حده په روانه بدامنۍ قابو اومومي،پوهان دا نوي قانون ملک ته راپيښ سيکيورټي چيلنجونو د خاتمے په لور يو مهم ګام بلي ۔ د نوي قانون مطابق قانون نافذ کونکي ادارو او سيکورټي فورسز ته ځني خصوصي اختيارات هم ترلاسه شويدي او د عام وګړو د حقونو درناوے هم يقيني کړي شوې دے ۔ د صدر آصف علي زرداري لخوا منظور کړي شوي دې بل کښې تراميم د ترهه ګرۍ د مخ نيوي ۱۹۹۷ قانون کښې شويدي ۔ د نوي قانون ترمخه
حکومت،پوځ يا قانون نافذ کونکي نورې ادارو ته دا اختيار ورکړي شوېدے چې د ملک د سلامتيا خلاف کارروايو،هدفي وژنو،تاوان لپاره کسان تښتونکي عناصرو او بهته خورۍ کښې ککړ کسان د شک په بنياد هم ګرفتارولې شي ۔ قانون نافذ کونکي ادارے تر درې مياشتو پورې ملزم په حراست کښې ساتلې شي،نوي قانون په تراميمو کښې دا هم وئيلي شويدي چې قانون نافذ کونکي ادارے به د مضبوط شهادتونو نه بغير هيڅوک هم نه ګرفتاره وي او که يو ملزم د درې مياشتو نه سيوا وخت لپاره دوي حراست کښې ساتل غواړي نو دې لپاره معقول جواز او وجوهات په ډاګه کوي ۔ د ترميمي بل ترمخه جرمونو کښې ککړ کسانو خلاف به پلټنې مشترکه تحقيقاتي ټيم کوي ،د صدر مملکت آصف علي زرداري لخوا په ترميمي بل لاس ليک سره د ترهه ګرۍ د مخ نيوي دا نوي قانون د درې کالو لپاره ټول ملک کښې په رسمي توګه نافذ شويدے۔

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *