تازه خبرونه

په خوست او ننګرهار بریدونه: افغانستان په پاکستان تورونه لګولي

افغانستان ددې برید پړه په پاکستان ور اچولې خو تراوسه ی داسې کوم څرګند شواهد نه دي وړاندې کړي
په خوست او ننګرهار بریدونه: افغانستان په پاکستان تورونه لګولي

په خوست او ننګرهار بریدونه: افغانستان په پاکستان تورونه لګولي

د افغانستان د خوست او ننګرهار ولایتونو څخه د هوايي بریدونو او بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي دي. ځایي سرچینې وايي چې د خوست په اسپالگین کلي کې د ملک نعیم په کور برید شوی، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او یو سړی او یوه ښځه ټپیان شوي دي

همداراز، د ننګرهار ولایت د شینوارو په ولسوالۍ په دوو بیلابیلو ځایونو کې بریدونه شوي، چې په یوه برید کې د شاهسوار زوی د عبداللطیف په کور توغندی لګېدلی، چې له امله یې یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي

د افغانستان موقتي حکومت سمدلاسه د دې پېښو پړه پر پاکستان واچوله، که څه هم تر اوسه یې کوم څرګند شواهد نه دي وړاندې کړي

تورونه او له واقعیتونو تېښته؟

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان چارواکي د ورته پېښو مسؤلیت پر پاکستان اچوي. شنونکي وايي چې د افغانستان خاورې ته پنا وړونکي وسله‌والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان

او د حافظ ګل بهادر ډله، نه یوازې د پاکستان لپاره، بلکې د افغانستان لپاره هم ستر ګواښونه دي. خو پر ځای د دې چې د دغو ډلو پر ضد اقدام وشي، د تورونو لړۍ او تبلیغاتي هڅې پر مخ وړل ۔کېږي

په خوست کې جرګه او د ترهګرو شتون

باوري سرچینې وايي چې د برید په شپه، د خوست په سیمه کې یوه جرګه روانه وه چې مشري یې د تحریک طالبان پاکستان مشر نورولی محسود او حافظ ګل بهادر کوله.
دا یو ژوندې ثبوت وړاندې کوي چې د افغانستان خاوره لا هم د رهګرو لپاره یوه خوندي پناه ځای پاتې ده، له کومه ځایه چې د پاکستان پر ضد پلانونه جوړېږي

د پاکستان دریځ او شواهد

پاکستان څو وارې دا ثبوتونه وړاندې کړي چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې وژل شوي یا نیول شوي ګڼ شمېر ترهګر د افغانستان وو. یواځې د اګست په ۸مه، د ژوب په سیمه سمبازه کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې ۶۱ ترهګر ووژل شول، چې له جملې یې ۵۳ د افغانستان اتباع وو.

پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان حکومت باید د خپلې خاورې څخه د ترهګرو پر ضد جدي اقدام وکړي، پر ځای د دې چې د هرې پېښې مسؤلیت پر پاکستان واچوي

د نړیوالې ټولنې مسؤلیت

پاکستان پر نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو غږ کړی چې د افغانستان له حکومت څخه دې وغواړي څو خپله مسؤلیت ومني او د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي، او د پاکستان پر ضد بې‌اساسه تبلیغاتي کمپاینونه بند کړي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *