تازه خبرونه

شهباز شریف به په مهمه دوره چین ته سفر وکړي

د چین سفر په مهال به وزیراعظم شهباز شریف د شانګهایی همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون کولو په ترڅ کې مهمو مشرانو سره هم لیدنې وکړي.
شهباز شریف به په مهمه دوره چین ته سفر وکړي

سیاسي او اقتصاد پوهان وایی دا سفر د پاکستان لپاره ستر ستراتیژیک اهمیت لري

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د چين په تيانجن ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده چې وزیراعظم شهباز شریف به د روانې میاشتې په ۳۰م اګست د چین ښار تیانجن ته سفر وکړي، سرچینې تایدوني چې دا سفر ډیر مهم بلل کیږي چې په ترڅ کې به ی شهباز شریف د روس صدر او یو شمیر نورو مهمو مشرانو سره لیدنې وکړي

ټاکل شوې ده چې د شانګهایی غونډه کې د غړو هیوادونو سره د لیدنې په ترڅ کې شهباز شریف یو شمیر نورو مشرانو سره هم اوګوري.
د سرچينو له مخې، وزیراعظم شهباز شريف به د غونډې په څنډو کې د ګڼو مهمو مشرانو سره وګوري

سرچینې وایی چې نوموړی شهباز شریف به د روسیی له صدر ولادیمیر پوتین، د ترکیی صدر رجب طیب اروغان او د چین ولسمشر شی جین پینګ سره هم لیدنه وکړي

مهمه ده او باید یادونه وشی چې د سپتمبر د لومړې نیټې څخه به شهباز شریف د چین سفر هم کوی او په دریم ۳د سپتمبر به هغه په بیجنګ کې تابیا شوي ملیټری پریډ کې هم ګډون وکړي

ټاکل شوې چې چین ته سفر په مهال به شهباز شریف چین چارواکو سره په یو شمیر مهمو موضوع ګانو لکه سي پیک ، د سوداګرۍ پراختیا او د سیمه ایزې نښلونې په اړه هڅو په اړه ټینګار وکړي

دوه اړخیز سفر چين ته

د SCO غونډې تر پای وروسته، صدراعظم به د سپتمبر په ۱مه د چين رسمي دوه اړخيز سفر پيل کړي. تمه کېږي چې د چين له مشرتابه سره د لوړو کچو خبرې وکړي چې د اجنډا مهم ټکي به پکې شامل وي:


د سفر اهميت

د ډيپلوماټيکو څارونکو په باور، دا سفر د پاکستان لپاره ستر اهميت لري، ځکه چې د سيمې د ثبات، اقتصادي همکارۍ او ستراتيژيکو شراکتونو په ځانګړي ډول د چين سره د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو مهم ګام بلل کېږي.

Related Articles

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده

January 13, 2026

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *