تازه خبرونه

بلوچستان صوبه کې غربت: اصل لامل ی څه دې؟

د بلوچستان سرداران او نوابان چې په حکومتي څوکیو پاتې شوي، په دې سیمو کې ښوونځي شتون نه لري او د لیک لوست کچه ډیره کمه ده

1 min read

بلوچستان صوبه کې غربت: اصل لامل ی څه دې؟

که په بلوچستان کې د سردرانو او نوابانو څخه واک وا نه خستل شی نو دا صوبه به کله هم پرمختګ و نه کړي

August 26, 2025

دبلوچستان ستونزه یوازې د وفاقي حکومت غفلت نه، بلکې د مقامي اشرافیه، جاګیردارۍ او د حساب ورکولو د نشتوالي له امله ددې صوبې اولس وروسته پاتې شوې دې .

بلوچستان کې روان بحران یوازې د فدرالي حکومتونو د غفلت له وجهې نه دې. اصلي ستونزه هغه اشرافیه او موروثي نظام دی چې د نسلونو نسلونو راهیسې پر اقتدار قابض دی او د احتساب نشتون له امله یې صوبه په غربت کې کلابنده ساتلې ده او ددې صوبې اولس باندې ی د پرمختګ او د تعلیم حاصلولو دروازې تړلې دي.

د پسماندګۍ پټه څېره

لسېزې کېږي چې د بلوچستان د وروسته پاتې کېدو پړه پر اسلام‌آباد اچول کېږي. خو که ژوره کتنه وشي، ښکاري چې اصلي د لوستونړي ماران د کوټې په خپله ماڼیو کې ناست دي.
په سیاسي جلسو او ټلویزیوني پروګرامونو کې یونعره ډېر تکرارېږي چې اسلام‌آباد د بلوچستان حق خوري.

خو ایا دا یوازینی دلیل دی؟ تریخ حقیقت دا دی په هر کال چې په صوبه کې اربونه روپۍ راځي، نو دا چرته ځی؟ دلته پوښتنه ولاړیږي چې ولې د عام بلوچ ژوند لا هم د غربت په ملنډو کې ایسار دی؟.

د دې غمیزې ریښې یوازې د اسلام‌آباد په ایوانونو کې نه دي، بلکې د کوټې په واکمنو طبقو او د سردارانو په ماڼیو کې هم خښې دي، کوم چې له پخوا تر ننه د اقتدار وارثان پاتې شوي دي او به څوکیو او د بلوچستان په وسایلو ی قبضه کړې ده.

د بلوچستان موروثي سیاست او قوت ته کتنه

د نواب اکبر بګټي نه تر خیر بخش مري پورې، د بلوچستان واک د نسلي اشرافیه په لاس کې و. اکبر بګټي په ۱۹۴۶ کال کې سردار شو او تر مرګه پر همدې مقام پاتې شو. هغه دوه ځله وزیر اعلی او یو ځل ګورنر شو، په میاشتنۍ ډول یې کروړونه روپۍ ترلاسه کولې، خو د ده خپله سیمه ډیره بګټي لا هم د هېواد تر ټولو وروسته پاتې سیمو کې شمېرل کېږي.
په دې سیمه کې د لوست کچه یوازې ۲۶ فیصده، روغتونونه ناکاره او یو مسلکي مرکز هم نشته. بګټي زوی د ایچي سن او اکسفورډ په کالجونو کې زده‌کړې کوي، خو د ده د قبیلې ماشوم کتاب هم نه ویني. دا یوازې یوه بېلګه ده؛ مري کورنۍ، مینګل، جام لسبیله، رئیسانۍ او ډومکي ټول د واک او وسایلو پر سرچینو قابض دي، خو د دوی سیمې په غربت، د زېږون پر مهال د میندو په مړینه او بې‌کارۍ کې مخکښې دي؟.

د بلوچستان صوبایی بودیجه

تېر کال د بلوچستان بودجه ۹۵۶ اربه روپۍ وه، چې ۸۳۱ اربه یې د وفاق لخوا د این ایف سي ایوارډ، د تېلو او ګازو د رایلټۍ او پرمختیایي فنډونو په بڼه ورکړل شوې وه. خو دا پیسې چېرته ځي؟ په کوټه کې د واکمنو د کورونو ډراینګ رومونه، په اسلام‌آباد کې د دوی محلونه او په کراچۍ کې د دوی د بچیانو د ګاړو لوی لوی کتارونه یې ځواب دی، هم ددې سردارانو زامن د بلوچستان په وسایلو قبضه کړې او د سیمې اولس ی په غربت کې اچولې دې. .

ترقیاتي پروژې، ټېنډرونه او پوسټنګونه د دوی تر ولکې لاندې دي، خو په همدغو سیمو کې ښوونځي او روغتونونه لا هم نادر دي.

دلته ددې شعار او نعره چې پنجاب زموږ حق خوري د حقیقت پر وړاندې بې معنې او بنیاده کیږي مالي سرچینې د صوبایی حکومت په واک کې دي او په پای کې د سردارانو ترلاس لاندې راځي، دلته پوښتنه داده چې ددې پیسو آډیټ او حساب څوک کوي؟

د بشري وضعیت انځور

د دغو ستونزو او شمېرو تر شا یو انساني المیه پټ دی. په ډیره بګټي او آواران کې د لوست کچه د شرم وړ ده، د میندو د زېږون پر مهال د مړینې کچه په هېواد کې تر ټولو لوړه ده او د ماشومانو د خوړو کموالی عام دی. کله چې ټولنیزې سرچینې او د روغتیا اسانتیاوې نه وي، نو افراطیت او وسلواله بغاوت عادي کېږي. بې روزګاره او بې تعلیمه پاتې شوي بلوڅ ځوانان د وسله‌والو ډلو لپاره اسانه ښکار ګرځي. .

د بشري حقونو د مدافعینو دوه‌ګونی معیار

ډاکټر ماہرنګ بلوڅ او د بلوڅ یووالي کمېټې په څېر غږونه رسنیو کې د ریاستي زور او د لادرکه کسانو یادونه کوي، خو د قبایلي استحصال په اړه ولې چوپ دي؟

د صوبایي بودجې د آډیټ غوښتنه ولې نه کوي؟ ډېر داسې فعالین خپله د اشرافیه طبقې برخوال دي، چې ځان د ولس استازي ښیي. دوی دا حقیقت نه مني چې اقتدار یوازې د سردارانو په لاس کې دی.

خو څوک د هغو ماشومانو خبره کوي چې ښوونځي نه لري؟ څوک د هغو میندو درد بیانوي چې د درملنې نشتوالي له امله د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي؟

ددې بیانیه پر ځای باید څه وشي؟

د وفاقي غفلت پر ځای د بلوچستان اولس د خپلې مقامي اشرافیه په پنجو کې راګیر دې. دا خبره د اسلام‌آباد د خلاصون په مانا نه ده، بلکې اصلي ستونزه د حساب ورکولو نشتوالی دی. یوازې د فنډونو زیاتوالی ستونزه نه شي حل کولای، بلکې شفاف مصرف او د سردارانو د انحصار پای ته رسول یوازینی حل دی، د بلوچستان د صوبې د اولس غربت داسې ختمیدلې شی چې اصل واک د سردارانو ختم شي، بیا امکان شته چې دا صوبه مخ په وړاندې لاړه شي. .

راتلونکی کې څه باید وشي؟

بلوچستان ته یوازې لوی بودجې نه، بلکې عملي پایلې پکار دي: فعال ښوونځي، روغتونونه او سړکونه. د پرمختګ پیمانه باید فنډونه نه، بلکې د خلکو ژوند کې عملي اسانتیاوې وي.

په بلوچستان کې باید د وفاق په اړه بیانیه چې دا مو د غربت ذمه وار دې ،باید د پای ټکې کيښودل شی او په دې صوبه کې باید د محرومۍ په ځای د ذمه وارۍ په لور بدله شي.

حقیقي واک هغه وخت راتللې شي چې د سردارانو کلک انحصار مات شي او واک مقامي ټولنو ته انتقال شي، نه دا چې د خپلواکۍ تر نوم لاندې د جاګیردارۍ څنګلۍ نور هم ټینګې او قوي کړې شي.

دلته په پایله کې باید اوویل شي چې اوس وخت راغلې دې چې دا تریخ حقیقت اوویل شی چې:

سردران ولې خپلو خلکو ته حق نه ورکوي؟ ولې فعالین د مقامي اشرافیه د ساتنې وسیله جوړیږي؟ او ولې فعالین د یوازې بیانیه ته د حل په نظر ګوري.

ترڅو پورې چې بلوچستان کښې احتساب عملي نه شي نو په بلوچستان کې به د محرومۍ او د ځایی اولس د ریاست او حکومت په ضد اوچتیدلو دا لړۍ دوام وکړي

Related Articles

په مردان کې د کرونده ګرو کنونشن شوې، د نوې هایبرډ تخمونو په وسیله په خیبر پښتونخوا کې د جوارو تولید لس لکه ټنه زیات شوی

November 10, 2025

د پی‌ ټي ‌ای د رسنیو د ټیم د غړي پر ضد د دولتي ادارو پر ضد څرګندونو له امله قضیه ثبت شوې ده

November 10, 2025

د افغانستان په هرات کې د ښځینه لپاره فعالانو د طالبانو د اجباري حجاب امر پر ضد برقي سوځولي دي

November 10, 2025

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *