تازه خبرونه

امریکا سره داسې انتخابونه شته چې چین به له منځه یوسي: ډونلډ ټرمپ

د مقناطیس نژدې ۹۰ سلنه بازار د چین په لاس کې دی، مقناطیس په نوې ټیکنالوژۍ او په سمارټ فونونو جوړولو کې کارولې شي
امریکا سره داسې انتخابونه شته چې چین به له منځه یوسي: ډونلډ ټرمپ

ټرمپ ویلي چې د مقناطیس په موضوع کې هم امریکا ځواک لري او هم چین، خو امریکا داسې انتخابونه لري چې د هغوی د کارولو په صورت کې چین له منځه تللې شي

د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ لوري چین باندې د لا زیات ټیکس لګولو یو تازه بیان او ګواښ مخې له راغلې دې او ټرمپ ویلي دي چې امریکا سره داسې انتخابونه شته چې چین به له منځه یوسي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې چین مقناطیس ورنه کړي، ۲۰۰ سلنه محصول به پرې ولګوو

ټرمپ رسنیو سره خبرواترو کې اوویل چې مونږ د ټېرف لګولو ځواک لرو، هغه زیاته کړه چې که پر چین ۱۰۰ یا ۲۰۰ سلنه محصول ولګوو، نو له دوی سره به هېڅ کاروبار پاتې نه شي، او که دا کار اړین شو نو په پایله کې به ی امریکا ته هېڅ ستونزه نه وي. .”

هغه ومنله چې د دومره درنو محصولاتو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو خطر نور هم زیاتیدلې شي

ټرمپ زیاته کړه چې د مقناطیس په موضوع کې هم امریکا ځواک لري او هم چین، خو امریکا داسې انتخابونه لري چې د هغوی د کارولو په صورت کې چین له منځه تللې شي.

دلته دا مهمه ده او باید یادونه وشي چې ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ زیات شوی دې. .

یاده دې وي چې د نړۍ د مقناطیس نژدې ۹۰ سلنه بازار د چین په لاس کې دی، کوم چې په

کنډکټرز په جوړولو کې کارولې شي. نوې عصري ټکنالوژۍ او سمارټ فونونو کې د سیمي

مهمه ده چې په تیرو میاشتو کې چې له ټرمپ لوري په چین د محصولاتي ټیکس لګولو ګواښ کړې وو او ټیکس ی زیات کړې وو نو چین امریکا ته هم ګواښ کړې وو چې سره هم انتخاب شته دې.

باید یادونه وشی چې تېر اپرېل میاشت کې چین د امریکا ټیکس لګولو په ضد ګام کې د ځواب په توګه ګڼ نایابه منرالونه او مقناطیس د خپلو صادراتي بندیزونو په لېست کې شامل کړي وو

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *