تازه خبرونه

افغان مهاجرینو وطن ته د واپس لیږلو لړۍ دوام لري

پاک افغان پوله تورخم له لارې افغانستان ته د افغان وګړو د واپس ستنیدو لړۍ دوام لري او سرچینې وایی چې په دو ورځو کښې ۷۵۳ افغان کورنۍ چې پي او آر کارډ ی لرل، واپس تللي دي

1 min read

افغان مهاجرینو وطن ته د واپس لیږلو لړۍ دوام لري

پوهان وایی چې په یو ملک کښې د عامو وګړو د شتون ډیر اهمیت دې ځکه عام وګړي د حکومتي چارواکو سره سره د هیواد په پرمختګ کښې هم رول ادا کوي

د پاکستان د بیلا بیلو سیمو او صوبو څخه افغانستان ته د واپس ستنیدونکو افغان مهاجرنیو لړۍ دوام لري او سرچینې دا تایدوي چې په دې لنډو څو ورځو کښې په زرګونو افغان وګړي د تورخم لارې افغانستان ته واپس تللي دي

سرچینو رسنیو ته ددې خبرې پخلې کړې دې چې په دې تیرو دو ورځو کښې ۷۵۳ افغان کورنۍ چې پي او آر کارډ ی لرل د تورخم لارې افغانستان ته واپس تللي دي

دا ی هم ویلي دي چې پي او آر کارډ لرونکې دا یادې کورنۍ چې څلور زره او اووه سوه ۴۷۰۰ افغان وګړي(ماشومان،ښځې) وو، په ۲۲م او ۲۳م د اګست میاشتې له تورخم لارې افغانستان ته واپس ستانه شول

یوې بلې سرچینې ویلي دي چې د تورخم لارې وړمه ورځ په ۲۴ د اګست ۱،۰۱۷،یوزر او اوولس افغان وګړي د تورخم لارې افغانستان ته واپس ستانه شول.

یو اهلکار رسنیو ته دا هم ویلي دي چې کله نه چې افغان مهاجرنیو ته ورکړل شوې نیټه ۳۱م اګست رانزدې شوي ده، د ملک بیلا بیلو برخو څخه د افغان مهاجرینو افغانستان ته واپس لیږل هم چټک شوي دي

د هلال احمر پاکستان میډیکل کیمپ سرچینو څخه معلومه شوې چې په دې دو ورځو کښې دوی ویني چې ګنړ شمیر افغان کورنۍ په لنډي کوتل کښې د افغان مهاجرینو د رجسټریشن لپاره قایم شوي هولډنګ سنټر له لارې پراسس شوي او دا کورنۍ افغانستان ته واپس تللې دې

دې اهلکار دا هم اوویل چې دې افغان کورنیو رنځورانو ته په لنډي کوتل کښې قایم د آي سي آر سي پاکستان(هلال احمر پاکستان ) لوري دارو درمل هم ورکولې شي او هره ورځ په سلګونو افغان وګړو لپاره ددې سازمان لوري ویړیا درملنه برابرولې شي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې د تورخم لارې افغانستان ته ستنیدونکي افغان وګړي په ډیر عزت واپس افغانستان ته لیږلې شي، او په تورخم پوله دې افغان کورنیو سره مرستې کولې شي

قاري نظیم ګل شینواري په تورخم پوله له ډیرکلونو راهیسي کاروبار سره تړلې دې او د هغه د معلوماتو ترمخه افغان کورنیو لپاره دوی اسانتیاوې ورکوي

نوموړي وایی چې افغانستان ته واپس تلونکي کورنیو لپاره دوی خوراک او د صفا څښلو اوبو ورکولو انتظام کوي او دوی افغان کورنۍ په ډیر عزت او احترام افغانستان ته واپس رخصتوي

دلته یاد یو مهم ټکي او موضوع ته اشاره وشي ، پوهان وایی چې په یو هیواد کښې د عام وګړو ډیر اهمیت او رول وي ځکه هم دا وګړي د حکومتي چارواکو او ادارو سره سم د هیواد په پرمختګ کښې رول ادا کوي خو بیا دا هم مهمه ده چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي د د بیلا بیلو هیوادونو څخه واپس راغلي افغان کورنیو لپاره بشپړه اسانتیاوې ورکړي چې دوی په خپل هیواد کښې ژوند ته دوام ورکړي او د افغانستان په پرمختګ کښې خپل فعال رول ولوبوي

دلته ددې مهمې خبرې هم باید یادونه وشي چې د پاکستان حکومت درې ځل د افغان وګړو افغانستان ته د واپس لیږلو نیټه وغځوله خو سرکاري او امنیتي سرچینې تایدوي چې د افغان مهاجرنیو خپل وطن ته د واپس لیږلو پریکړ ی په هیواد کښې د روان امنیتي وضعې له امله کړې ده

دا هم باید یادونه وشي ،د مهاجرنیو چارو نړیوالې ادارې یو این ایچ سي آر د معلوماتو ترمخه په پاکستان کښې ۱.۴ ملیونه هغه افغان وګړي دي چې پي او آر کارډ لري او تر ۸لکه هغه افغان مهاجرین دي چې افغان سیټیزن کارډ لري

په رسینو کښې خپاره شوي رپورټونه وایی چې له ګاونډي هیواد ایران څخه هم د افغان مهاجرینو د واپس لیږلو لړۍ دوام لري او تراوسه یوملیون څخه زیات افغان کډوال ی افغانستان ته واپس راستانه کړي دي

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *