تازه خبرونه

کراچۍ کې ترهګري: د هند را بشپړ نیټورک نیول شوې

ایډیشنل آی جی وویل چې د پېښې په ورځ ملزمان شکیل، عبید او سجاد عبدالرحمان ووژلو، په داسې حال کې چې سلمان او عمیر د حیدرآباد په هوټل کې پاتې وو او د عملیاتو مشري یې کوله
کراچۍ کې ترهګري: د هند را بشپړ نیټورک نیول شوې

د څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې د دې قتل ماسټر مایند د خلیج په یوه هېواد کې مېشت د "را" ایجنټ سنجې کمار عرف فوجي و. سنجې د زیاتو پیس په بدل کې د شیخوپورې اوسېدونکی سلمان وګوماره: آیی جي سي ټي ډي

د کراچۍ په لوی اقتصادي ښار کې د ترهګري کولو او خپرولو لویه هڅه شنډه کړې شوې ده او اړوند چارواکو د هند استخباراتي ادارې را یو ایجنټ نیولې دې.

د راپور ترمخه د هندوستان د استخباراتي ادارې را یو لویه شبکه نیول شوې ده، په دې اړه

ایډیشنل آی جی سي ټي ډي آزاد خان د ترهګرو دې نیټورک په اړه ټول جزیات وړاندې کړي دي

ایډیشنل آی جی آزاد خان ټول جزئیات څرګند کړل چې د معلوماتو له مخې

د وفاقي حساسو ادارو په همکارۍ د کراچۍ په ښار کې د “را” یوه لویه شبکه بربنډ کړی او څو مهم کسان یې هم نیولي دي

ایډیشنل آی جی آزاد خان د مطبوعاتي کانفرنس پر مهال وویل: د مې پر ۱۸مه د بدین د ماتلي سیمې په یوه پېښه کې د ټولنیز کارکوونکي عبدالرحمان د وژنې تر شا د هند استخباراتي اداره را مستقیم لاس درلود. عبدالرحمان د سیمې د فلاحی کارونو له امله پېژندل کېده. د پېښې سی سي ټي وي فوټیج کې درې تورن کسان لیدل شوي وو. د پېښې سمدستي وروسته د هند رسنیو جعلي پروپاګنډه وکړه چې ګواکې په پاکستان کې د هند دښمن په نښه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د څېړنو پر مهال څرګنده شوه چې د دې قتل ماسټر مایند د خلیج په یوه هېواد کې مېشت د “را” ایجنټ سنجې کمار عرف فوجي و. سنجې د زیاتو پیس په بدل کې د شیخوپورې اوسېدونکی سلمان وګوماره. سلمان د کراچۍ له هوايي ډګر پاکستان ته راغی او په حیدرآباد کې یې په یوه هوټل کې پریښودل. د هغه څلور ملګري د مریدکې او شیخوپورې نه ورسره یو ځای شول، چې په ماتلي کې یې پنځه ورځې څارنه وکړه.

ایډیشنل آی جی وویل، د پېښې په ورځ ملزمان شکیل، عبید او سجاد عبدالرحمان ووژلو، په داسې حال کې چې سلمان او عمیر د حیدرآباد په هوټل کې پاتې وو او د عملیاتو مشري یې کوله. پېښې وروسته سلمان د کراچۍ نه خلیجي هېواد ته تښتېدلی او بیا نېپال ته لاړو

د هغه په وینا، د تخنیکي شواهدو پر اساس د جولای پر ۸مه څلور تورن کسان عمیر اصغر، سجاد، عبید او شکیل ونیول شول. وروسته د اګست پر ۱۷مه ارسلان او د اګست پر ۲۲مه یو بل کس هم ونیول شو. د نیول شوو کسانو له قبضې نه د قتل کارېدلې تپوس، موټرسایکل او موبایل تلیفونونه ترلاسه شول.

آزاد خان زیاته کړه: په څېړنو کې دا هم څرګنده شوه چې د “را” لخوا د دې برید لپاره زیاتې پیسې د بانکونو او نورو لارو رالیږل شوې وې. همدارنګه څرګنده شوه چې یوې بېلتون‌پالې ډلې د دې پېښې په اسانتیا کې برخه اخیستې، چې څېړنې پرې روانې دي او نورې نیونې هم کېدای شي.

ایډیشنل آی جی وویل: نیول شوو کسانو نه یوازې دا منلې چې د “را” لپاره یې د ځايي ایجنټانو په توګه کار کاوه، بلکې د یوې ناقانونه ډلې سره یې تړاو هم ثابت شوی دی. هغوی په کراچۍ کې د ترهګرۍ د بېلابېلو پلانونو انکشاف هم کړی دی.

هغه ټینګار وکړ: د پاکستاني وګړو په وژنه کې د “را” لاس لرل به په هر نړیوال فورم راپورته کړو

Related Articles

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *