تازه خبرونه

د علیمه خان زامنو نیول کیدل: حکومت په دې اړه غبرګون ښودلې

د کورنۍ چارو لپاره د مملکت وزیر طلال چوهدي ویلي دي چې تاسو ویلې شې چې هغوی په نیولو کې پولیس ورستوالۍ وکړو خو دا نه شې ویلې چې د هغوی کیسونه جعلي دي
د علیمه خان زامنو نیول کیدل: حکومت په دې اړه غبرګون ښودلې

د عليمه خان زوی شاه رېز د اګست په ۲۱مه نېټه په لاهور کې له خپل استوګنځي ونيول شو

د کورنيو چارو لپاره وزير مملکت طلال چوهدري د عليمه خان د زامنو د نيول کېدو په اړه غبرګون ښودلی او په دې اړه ی یو بیان جاري کړې دې

د کورنيو چارو د دولت وزير طلال چوهدري په خپل بیان کښې ویلي دي چې تاسو ويلای شئ چې پوليسو د هغوی په نیولو کښې ورستوالې وکړو، خو دا نه شئ ويلای چې د هغوی کيسونه جعلي دي
د یو شخصي ټي وي په مرکه کې چوهدري د علیمه خان زامنو ، شاه رېز او شېر شاه، د نيول کېدو په اړه وويل چوهدري اوویل چې دواړه د مې نهمې نېټې پېښو پر مهال په جناح هاوس کې موجود وو.
هغه زياته کړه، پوليسو د شواهدو د ټولولو په بهير کې ډیر وخت واخستو او که کوم شواهد موجود نه وي نو هغوی ته به ريليف ورکړل شي.

طلال چوهدري وويل، د عليمه خان زوی د ۲۴ ساعتونو نه وړاندې محکمې ته وړاندې شوی، تاسو ويلای شئ چې پوليسو هغوی لږ وروسته نیولي ، خو دا نه شئ ويلای چې د هغوی کيسونه جعلي دي

بل لور ته د تحريک انصاف مشر اسد قيصرد علیمه خان د زامنو نیولو وروسته ویلي دي چې د عليمه خان د زامنو د نيول کېدو له لارې هڅه شوې چې پر موږ فشار راوړل شي

هغه اوویل چې موږ يوازې د يوه ستر ډايلګ غوښتونکي يو چې پکې ټولې سياسي قوتونو او نور مشران شامل وي.

د علیمه خان زامن کله ونیول شول؟

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې د عليمه خان زوی شاه رېز د اګست په ۲۱مه نېټه په لاهور کې له خپل استوګنځي ونيول شو، او تېره ورځ شېر شاه هم له محکمې د بېرته ستنېدو پر مهال ونيول شو۔

Related Articles

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې

January 19, 2026

یو لور ته افغان طالبان ادعاوی کوي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو بل لو د افغانستان په کونړ کې د ټي ټي ، جماعت الاحرار او ګل بهار ډلو کې نوې ګمارنې پیل شوي

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *