تازه خبرونه

هند سره د کشمير بشمول په ټول لانجه من معاملو جامع او ګټه ور مذاکراتو لپاره تيار يو،خارجه وزير اسحاق ډار

جنګ بندۍ لپاره د هند واکمنو امريکې ته خواست منت کړې وو،بنګله ديش سره اړيکو پراختيا لپاره د ډهاکه دوه ورځنې دوره کوم، اسحاق ډار
هند سره د کشمير بشمول په ټول لانجه من معاملو جامع او ګټه ور مذاکراتو لپاره تيار يو،خارجه وزير اسحاق ډار

پاکستان د هند سره هر وخت مذاکراتو له تيار دے،اسحاق ډار

اسلام آباد کښې سينئير خبريالانو سره غيررسمي خبرو دوران نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ملک امنيتي ،سياسي صورتحال او د مختلف ملکونو سره د پاکستان اړيکو په معاملو خبرې کړيدي ۔ د خارجه وزير وينا ترمخه نړي وال ملکونو سره د پاکستان اړيکې ورځ تر بله مضبوطيږي د چېن خارجه وزير د پاکستان ګټه وره دوره کړېده او وزيراعظم شهباز شريف هم د روانې مياشت په ديرشمه نيټه بيجنګ ته ځي ۔ خبريالانو د امريکې د خارجه وزير مارکو روبيو د پاکستان د ممکنه دورې په حواله پوښتنه کړي وه د هغې په جواب کښې اسحاق ډار ووئيل چې في الحال د مارکو روبيو د پاکستان دوره نه ده شيډول شوے چې هغه کله هم اسلام آباد ته د راتګ پروګرام جوړ شو نو ميډيا به ترې هم خبر اوساتو ۔ هند سره تعلقاتو په حواله خارجه وزير ووئيل چې د دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندۍ باندې عمل درآمد جاري دے پاکستان سره جنګ بندولو لپاره هند واکمنو امريکې ته خواست کړي وو او د هغې نه پس د امريکني چارواکو راسره ټيلفونک رابطه کړې وه په جواب کښې ورته ما واضح کړيده چې پاکستان هيچا سره جنګ نه غواړي ۔ اسحاق ډار زياته کړيده چې پاکستان اوس هم د کشمير بشمول په ټولو معاملو هند سره مذاکراتو لپاره تيار دے ۔

پاکستان سنجيدګۍ سره هند له د مذاکراتو بلنه ورکړيده د جواب او فيصلې په انتظار ئې يو،خارجه دفتر

خارجه وزير دا هم وئيلي دي چې مونږ چا ته سوال منت نه دې کړے چې پاکستان او هند دې يو ځائې کېنوي که نيوټرل مقام باندې هند د پاکستان سره مذاکرات کول غواړي نو پاکستان هر وخت تيار دے خو مذاکرات به په يو نکاتي ايجنډا نه وي بلکه د کشمير بشمول په ټولو لانج من معاملو به خبرې کيږي ۔ د پاکستان او بنګله ديش د اړيکو په حواله خارجه وزير ووئيل چې دواړو ملکونو ترمينځ تعلقاتو کښې مهم پرمختګ راغلې دے دې اړيکو ته وده ورکولو لپاره د خالي د ورځې نه د بنګله ديش دوه ورځنې دوره کوم ۔

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *