تازه خبرونه

جرمني د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پر پاليسۍ اندېښنه څرګنده کړې

جرمني د هغه ۲۱۱ افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې چې د جرمني د استوګنې حق يې درلود، خو پاکستان د خپلې پاليسۍ د عملي کولو له مخې هغوی بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي

1 min read

جرمني د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پر پاليسۍ اندېښنه څرګنده کړې

پاکستان په ملیونو افغان وګړو ته په ډیر سخت وخت کې پناه ورکړې خو چې وس پاکستان له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دې نو پریکړه ی کړې چې افغان وګړي لکه د نورو هیوادونو واپس خپل وطن افغانستان ته ولیږي.

August 21, 2025

د پاکستان دولتي ادارې د دولت لوري د جوړې شوې تګلارې له مخې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام عملي کوي او همدې پاليسۍ په چوکاټ کې ډېر شمېر افغان وګړي بېرته خپل وطن ته ستانه شوي دي

دغه اقدام د نړۍ په کچه د ځينو هېوادونو له لوري ستايل شوی، خو ځينو نورو هېوادونو پرې اندېښنې څرګندې کړي دي

په دې وروستيو ورځو کې، جرمني د ۲۱۱ افغان وګړو واپس هیواد ته په لیږلو اندېښنه څرګنده کړې ده. دې کسانو د جرمني د بېرته استوګنې حق درلود، خو پاکستان د خپلې پاليسۍ د تعقيب په اساس دوی افغانستان ته بېرته ولېږل

دلته باید بایدونه وشی چې د دغو ۲۱۱ افغان وګړو دوسيې د جرمني چارواکو له لوري څلور کاله وخت ونيو، چې له امله يې دغه کسان د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې د نامعلوم برخليک سره مخامخ پاتې شول

مهمه ده چې ددې خبر هم یادونه وشی چې له يوې خوا د جرمني چارواکي د پاکستان پر پاليسۍ اندېښنه څرګندوي خو له بلې خوا خپله جرمني هم د افغان وګړو د بېرته ستنولو پاليسي عملي کوي. دا دوه مخی چلند په اصل کې د جرمني د چارواکو پر کړنو هم ګوته راپورته کوي او په دې دوه مخې تګلارې پوښتنې هم را ولاړوي.

له همدې کبله اړينه ده چې جرمني د اندېښنو د څرګندولو پر ځای خپلو کړنو ته بيا کتنه وکړي او د نړيوالو شرطونو په پام کې نيولو سره يوه د منځ تګلاره خپله کړي.

بل لور ته، افغان وګړي په اروپايي هېوادونو کې هم د وړو دليلونو او جزئي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته شړل کېږي. په داسې حال کې چې پاکستان د ستراتيژيکو ننګونو سره مخ دی، لکه د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، پر امنيتي ځواکونو بريدونه او د ترهګرۍ ګواښ

ياده دې وي چې پاکستان د روسيې او ناټو د حضور له کبله په افغانستان کې ميليونه افغانانو ته پناه ورکړه. خو د نړيوالې ټولنې او لوېديځو هېوادونو د ژمنو د نه پوره کېدو له امله افغان کډوال له نا اميدۍ او سرګردانۍ سره مخامخ شول

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *