تازه خبرونه

د پاکستان لوړپوړو چارواکو په تاشقند کښې مهمه لیدنه

پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ازبکستان ددې څرګندونه کړې ده چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د استخباراتي ادارو تر منځ همکاري د ازبکستان لپاره ډېر ارزښت لري

1 min read

د پاکستان لوړپوړو چارواکو په تاشقند کښې مهمه لیدنه

پاکستاني پلاوي سره په دې مهمه لیدنه کې ازبکستان د بې پیلوټه الوتکو، برېښنایي جګړې (الکترونیک وارفیئر) او سایبري امنیت په برخو کې د همکارۍ لیوالتیا څرګنده کړه

August 21, 2025

جاینټ چیف آف سټاف کمیټي مشر جنرال ساحر شمشاد په مشرۍ کښې د پاکستان پلاوي وړمه ورځ په تاشقند کښې د ازبکستان له ولسمشر، د ملي امنیت له سلاکار او د دفاع له وزیر سره مهمې لیدنې وکړې. لیدنې په داسې وخت او مثبت ماحوم کې ترسره شوې چې د دواړو هېوادونو د لوړې کچې مشرتابه د لارښوونو څرګندونه یې کوله. جنرال شمشاد د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف له لوري د ازبک مشرتابه ته سلام ورسوه او دا پیغام یې ورکړ چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې په ګډه کار وکړي. د ازبکستان ولسمشر وویل چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د استخباراتي ادارو تر منځ همکاري د ازبکستان لپاره ډېر ارزښت لري. هغه د یوه ازبک تبعه د بېرته ستنېدو په تړاو هم له پاکستانه مننه وکړه. سربېره پر دې، ازبکستان د بې پیلوټه الوتکو، برېښنایي جګړې (الکترونیک وارفیئر) او سایبري امنیت په برخو کې د همکارۍ لیوالتیا څرګنده کړه. ولسمشر د دې اړوند د یو روډمېپ جوړولو امر وکړ، چې پکې د پاکستان د خپلو دفاعي وړاندیزونو شاملولو ته هم کتل کېدای شي. د لیدنې پر مهال دواړو هېوادونو د ټرانس افغان ریل پراجېکټ پر وخت بشپړولو ژمنه هم تکرار کړه. د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه چې دی راتلونکې میاشت په تاشقند کې د پاکستاني مشرتابه سره د لیدنې منتظر دی. نوموړي وویل چې د هغه منصب به د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکارۍ لپاره نوې لاره هواره کړي.

په ناستو کې پر دې هم سلا وشوه چې په ازبکستان کې د زیاتېدونکې بې ثباتۍ اغېز پر سیمه ییزو هېوادونو کېدای شي، نو ځکه اړینه ده چې د ګډې تګلارې له لارې فشار واچول شي او د دوحې تړون مادو عملي کېدل یقیني شي. پاکستاني پلاوي د بخارا ګورنر سره هم لیدنه وکړه. باید یادونه وشي چې د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمینځ څو ورځې وړاندې د افغان ټرانس د اورګاړي پټلۍ تړون هم لاسلیک شو. د اورګاړي د اوسپنې دا پټلۍ به د ازبکستان څخه د افغانستان مزار شریف لارې افغانستان څخه راتیره شي او د پاکستان کورمې ضلعې خرلاچي له لارې به پاکستان سره ونښلول شي. اقتصاد پوهان وایی چې دا پرمختګونه به د منځنۍ آسیا هیوادونو، افغانستان او پاکستان یوبل ته رانزدې کړي او د دې ټولو هیوادونو په اقتصاد به مثبت اثر وکړي

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *