تازه خبرونه

بلوچستان ګورنر د نوي ژوند کلتوري او ادبي خدمتونوستاېنه کړې

نوې ژوند تنظیم اسلام آباد د نسېم مندوخېل په مشرۍ کښې یو ادبي ،کلتورې او د خیر ښیګړې په کارونو کې بوخت تنظیم دې چې د انسانیت خدمت، د پښتو ژبې ،شاعرانو او خبریالانو حوصله لوړولو لپاره عملي هڅې کوي
بلوچستان ګورنر د نوي ژوند کلتوري او ادبي خدمتونوستاېنه کړې

په دې مهمه لیدنه کښې د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان د نوي ژوند د پښتو ادب، پښتو شاعرانو او د نور قلم خاوندانو د خدمتونه ستاینه کړې ده

د بلوچستان په ګورنر هاوس کویټه کښې د ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل او نسیم مندوخیل ترمینځ مهمه لیدنه شوې او په یو شمیر موضوع ګانو ی ورسره خبرې اترې کړي

د ګورنر بلوچستان له لوري د نوې ژوند د تنظیم خدماتو ستاینه شوې او د څلورم امن اېوارډ په غونډه کښې ی د ګډون ټینګه ژمنه کړې ده.
د تفصیلاتو ترمخه د بلوچستان ګورنر هاوس کویټه کښې د یوې مهمې او خوښونکي لیدنې پر مهال، د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل د نوې ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام‌اباد د ارزښتمنو خدمتونو ستاینه وکړه او د څلورم امن اېوارډ په غونډه کې ی د ځانګړي مېلمه په توګه د ګډون ټینګه ژمنه وکړه

نوموړي وویل چې نوې ژوند د خپلې ژبې، کلتور او وطن لپاره په صداقت او مینه سره چې کوم کارونه کړي دي، هغه د ستاینې وړ دي۔

په دې لیدنه کې د نوې ژوند بنسټګر او د پښتون ژورنالېستانو ټولنې (پښتون جرنلسټس ایسوسی اېشن) اسلام‌اباد مرستیال مشر نسیم مندوخیل د انجینر محمد سلیمان شیراني په ملتیا، د ګورنر بلوچستان ته د څلورم امن اېوارډ په غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه. ګورنر په خوښۍ سره بلنه ومنله او ژمنه یې وکړه چې د دې پروګرام د بریالیتوب لپاره به هر ډول مرسته کوي

ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل زیاته کړه چې دی به په ټوله هڅه وکړي تر څو په خپله په دې یادګاري غونډه کې ګډون وکړي او د ادب، کلتور او د اهل قلم د هڅونې په دې هڅو کې برخه واخلي

د نوې ژوند د تنظیم ټولو غړو د ګورنر بلوچستان د دې مثبت او هڅوونکي دریځ هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د هغه ګډون به د غونډې وقار نور هم لوړ کړي او د دوی له لوري به ورته تود هرکلې او ستړي مشي اوویل شي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *