تازه خبرونه

پاکستان دې د درسونه پورا کيدو پورې افغان زده کړه کونکي د هيواد نه د شړلو نه ډډه وکړي،د افغان طالب علمانو مطالبه

پاکستان دې د افغان کډوالوانخلا لپاره ورکړي شوي نيټه وغزوي،د افغانستان زده کړه کونکو مطالبه
پاکستان کښې ميشته افغان طالب علمان د خپل مستقبل په حواله د انديښنو ښکار شوي

افغانان په زور زبردستۍ نه ډي پورټ کولو مطالبه

پوهنتونو او کالجونو کښې زير تعليم افغانان د خپل مستقل په حواله د انديښنوښکار،دواړو دولتونو ته د کډوالو مسئله حل کولو اپيل

د خېبرپښتونخوا په کالجونو او پوهنتونو کښې زده کړه کونکي افغانانانو د افغان خبريالې مسکا صافي سره په ګډه پيښور پريس کلب کښې خبرې غونډې ته وينا په مهال وئيلي دي چې د پاکستان دولت لخوا ديرشم اګست پورې پي او آر کاررډ لرونکو افغانانو له خپل هيواد ته ستنيدو لپاره ورکړي شوي مهلت ډير کم دے او دا د لکونو افغانانو سره ناانصافي ده ۔ جميل صافي،نقيب ،عنايت الله،اسد الله او د ارشاد شيرازي بشمول نور افغان زده کونکو وينا وه چې د پاکستان په دې فيصله دوي انديښنمن دي او د کورنۍ غړي ئې هم له پريشانې سره مخ شويدي ۔ افغان طالب علمانو پاکستاني دولت ته اپيل کړېدے چې د مهاجرينو انخلا عمل کښې دې توسيع وکړي ، په کالجونو او پوهنتونونو کښې افغان زده کړه کونکوافغانانو ته دې پنځه کاله پورې پاکستان کښې د پاتې کيدو اجازت ورکړي چې دغه شان دوي خپله ډګري مکمل کړي ۔ خبريالې مسکا صافي په دې موقع ووئيل چې پاکستان تير څلور لسيزو راهسې د افغانانو ميلمستيا کړېده په دې د پاکستان ډيره مننه کوؤ خو په داسې حال چې افغانستان کښې د زنانؤ په تعليم او کار روزګار بنديز دي د پاکستان نه افغانستان ته ستنيدونکي افغانان د ګڼ شمير مسئلو سره مخ کيدې شي نو پکار ده چې پاکستان هم د افغانانو دغه مشکل په پام کښې وساتي او په زور زبردستۍ دې دوي خپل هيواد ته نه ليږي ۔ افغان زده کړه کونکو ګيله کړيده چې له پاکستان نه خپل هيواد ته ستنيدونکي افغانانو سره بل ظلم دا هم کيږي چې پاکستانيان د دوي د مجبورۍ څخه ناجائزه ګټه پورته کوي،د دوي جائيدادونه او کاروبارونه د مارکيټ د ريټ نه په نيمه بيعه ترې اخلي کوم چې مهاجرينو سره ډير زياتې دے ۔ پريس کانفرنس ته وينا کونکو پاکستان او افغان دولتونو ته اپيل کړيدے چې د افغانانو او په خصوصي توګه د طالب علمانو د دې ستونزو او مشکلاتو حل راويستو لپاره دې خپلوکښې خبرې وکړي او يو داسې تګ لاره دې وټاکي چې د لکونو افغانانو مستقبل ته پکښې څه خطر نه وي ۔ افغان طالب علمانو د کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے( يو اين ايچ سي آر) څخه مطالبه کړې چې خپل هيواد ته ستنيدونکي افغانانو له دې د ۳۵ ديرش ډالرو په ځائې ۱۰۰۰ ډالر ادا کړي او افغان دولت دې هم د دې کډوالو د بيا آباد کارۍ لپاره ګوټلي او جدي ګامونه پورته کړي او دوي له دې د استوګنې لپاره خپل کورونه جوړ کړي ۔ افغان زده کړه کونکو په داسې مهال پريس کانفرنس کړېدے چې د پاکستان دولت له لوري پي او آر کارډ لرونکي افغانانو له په رضا کارانه توګه خپل هيواد ته ستنيدو لپاره ورکړي شوي مهلت او نيټه په ختميدو کښې د شمير يو څو ورځې پاتې شويدي ۔ د پاکستان کورنيو چارو وزارت ټولو هغه افغان کډوال چې په قانوني توګه دلته ميشته وو او پي او آر کارډونه هم لري دوي ته حکم شوېدے چې د ستمبر مياشت اولنې نيټې پورې ټول مهاجر په خپله خوښه له پاکستان کډه وکړي د دې نيټې پائې ته رسيدو وروسته به د افغانانو په ضد کريک ډاؤن کيږي دوي به نيولې کيږي او بيا به ئې د طورخم پولې د لارې خپل هيواد ته ډي پورټ کوي ۔

Related Articles

اکستان او اروپايي ټولنه له ۶۰ کلونو زیاتې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، دا فورم د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو لپاره د شراکت د نوي پړاو پیل بلل کېږي

January 21, 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکايي رسنۍ «نیوز نېشن» سره په مرکه کې ویلي چې نه غواړي هیڅ یو امریکايي وګړی د اسلامي امارت په بند کې پاتې شي.

January 21, 2026

د کاناډا صدراعظم له منځنیو قدرتونو وغوښتل چې سره یو موټی شي، او د ټرمپ د داووس ته تر رسېدو مخکې یې د ګډونوالو له خوا په ولاړه هرکلی (ستاینلیک) ترلاسه کړ.

January 21, 2026

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي

January 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *