تازه خبرونه

سبا پایه تخت کابل کښې مهمه غونډه کیږي

کابل به ددې مهمې غونډې کوربتوب وکړي او په مهمو موضوع ګانو به خبرې اترې ترسره ش
سبا پایه تخت کابل کښې مهمه غونډه کیږي

په دې مهمه غونډه کښې به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلو لوړو پلاوو سره ګډون وکړي

د راپورونه ترمخه چې سبا د چهارشنبې (۲۹ اسد) په ورځ به د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې‌جانبه ناسته د کابل په کوربه‌توب ترسره شي. په دې مهمه کښې پلان ده چې په سیمه کښې د تل پاتې امن او اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وشي. دا درې‌جانبه ناسته لومړی ځل دی چې د افغانستان په کوربه‌توب کېږي او د دې اهمیت په دې کښې دی چې د سیمې د ثبات، پرمختګ او یووالي پر راتلونکي تمرکز لري. د پاکستان دي نیشن ورځپاڼې د خپاره شوي راپور له مخې، په دې درې‌جانبه ناسته کښې به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلو لوړو پلاوو سره ګډون وکړي. تمه کېږي چې په دې یوه ورځنۍ ناسته کښې به پر مهمو موضوعاګانو لکه د سولې پروسه، سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي پرمختګ او په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د شتون له ګواښونه په اړه خبرې وشي.

دلته باید یادونه وشی چې په یاده غونډه کښې به د چین پاکستان اقتصادي پروژې، سي پيک د افغانستان په لور د غځولو په مهمه موضوع خبرې وشي، په دې اړه د چین په بیجنګ کښې هم درې جانبه ناسته کښې هم دا موضوع چیړل شوې وه. دا مهمه ده او باید دلته ی یادونه وشي چې د دې پروژې پراختیا کولای شي افغانستان د سیمې له تجارتي او ترانزیټي لارو سره ونښلوي او د دې هېواد د اقتصاد په ښه والي کښې مهم رول ولوبوي. په همدې حال کښې ویل شوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به د کابل له ناستې وروسته اسلام‌آباد ته سفر وکړي څو د چین – پاکستان د کلنیو ستراتیژیکو خبرو اترو په ناسته کښې چې پلان شوې، ګډون وکړي. دا دیپلوماتیک خوځښتونه د سیمې د هېوادونو د دې هڅو څرګندونه کوي چې غواړي د وروستیو تحولاتو وروسته د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي. کارپوهان دې ناستې ته په ښه نظر ګوري او وایی چې داسې غونډې پاکستان ، چین او افغانستان یو بل ته رانزدې کوي او د سولې په ټینګښت او اقتصادي پرمختګ کښې مهم رول لوبولې شي.

Related Articles

یو لور ته افغان طالبان ادعاوی کوي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو بل لو د افغانستان په کونړ کې د ټي ټي ، جماعت الاحرار او ګل بهار ډلو کې نوې ګمارنې پیل شوي

January 19, 2026

د ضلع خیبر یو شمیر سوداګرو او دوکاندارنو د خیبرپښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي سره لیدنه وکړه او هغوی ته ی خپلې غوښتنې وړاندې کړې

January 19, 2026

د افغانستان د ملي مقامومت محاذ شورا په یو بیان کې ویلي دي چې د افغان طالبانو حکومت تراوسه نړیوالې ټولنې په رسمي ډول نه دې پیژندلې

January 19, 2026

باجوړ کې له اپریشن سربکف څخه اغیزمنې شوې کورنۍ به وس ۵پینځه لکه روپۍ ترلاسه کړي چې دوی وکولې شی خپل کورونه بیا جوړ کړي

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *