تازه خبرونه

ژوب: افغان پولې ته څيرمه سيمه کښې ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز عمليات جاري،د فتنه هند درې نور مرستيال ترهه ګر وژلي شوي

څلور ورځو دوران د وژلي شوي شرخوښو شميره ۵۰ ته رسيدلي ده، صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهبازشريف د سيکيورټي فورسز عمليات ستائيلي دي
ژوب: افغان پولې ته څيرمه سيمه کښې ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز عمليات جاري،د فتنه هند درې نور مرستيال ترهه ګر وژلي شوي

د بلوچستان سمبازا علاقه کښې پاکستان ته د ترهه ګرو داخليدو کوشش ناکامه، عملياتو دوران۵۰ ترهه ګر وژلي شويدي

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د بلوچستان د ژوب ضلعې په سمبازا علاقه کښې د شرخوښو خلاف کلئيرنس آپريشن جاري دے چې پکښې د فتنه هند مرستيال درې نور ترهه ګر هم وژلي شويدي ۔ د وژلي شوي شرخوښو نه وسله او چاودونکي مواد برآمد شويدي ۔ د آئي ايس پي آر بيان ترمخه د څلور ورځو دوران دې علاقه کښې سيکيورټي فورسز ۵۰ ترهه ګر وژلي دي ۔ دې ټولوترهه ګرو د ټولګو په شکل کښې پاکستان حدود ته د داخليدو کوشش کولو چې د هغې ورستو سيکيورټي فورسز د دوي خلاف پراخه عمليات پيل کړيدي،د عملياتو په وړومبې ورځ ۳۳ او په دوئمه ورځ ۱۴ ترهه ګر وژلي شوي وو۔ آئي ايس پي آر په بيان کښې زياته کړي شويده چې سيکيورټي فورسز د ملک د پولو او اولس د تحفظ عزم کړېدے د پاکستان امن او ترقۍ ته زيان رسونکي هر يو کوشش به ناکامه کوؤ ۔

ترهه ګرۍ د حکومت وړومبې ترجيح ده،صدر ۔ وزيراعظم

صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف بلوچستان کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده، خپل بيانونو کښې صدر او وزير اعظم وئيلي دي چې د هند پراکسيز نور ترهه ګرو وژنه د سيکيورټي فورسز د پيشه وارانه مهارت او باتورې ثبوت دي، خپل بياناتو کښې حکومتي مشرانو زياته کړيده چې ملک دښمنه عناصر به چرې هم پاکستان کمزورې کولو يا د ملک امن کښې خندان اچولو کښې کامياب نشي،ټول قام د سيکيورټي فورسز په شا ولاړ دے د ملک د پولو او د اولس تحفظ لپاره د سيکيورټي فورسز هلې ځلې او قربانې به نه ضائع کيږي ۔ د ترهه ګرۍ د ناسور د مکمل خاتمے پورې به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي ۔

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *