تازه خبرونه

په غزه د اسرایلو برید: د یو کور ټول ماشومان شهیدان شول

چې پرون اسرائيلو د غزه په ښار کې د خبریالانو پر خیمه بمباري وکړه، چې له امله یې د الجزیره دوه خبریالان او درې کیمره مینان شهیدان شول۔
په غزه د اسرایلو برید: د یو کور ټول ماشومان شهیدان شول

د الاقصی روغتون د معلوماتو له مخې، د مرکزي غزه د دیرالبلح د جنوبي او ختیځو سیمو په بریدونو کې اسرائيلي ځواکونو ۴ فلسطینیان شهید کړي دي

د اسرایلي ځواکونو له لوري په غزه باندې بریدونه دوام لري. د رسنیو راپورنو ترمخه په یو کور د اسرایلو برید له امله د کور ټول غړي چې پکښې ۶ ماشومان هم شامل دي، شهیدان کړې شوي دي.د غزه په کلی واله سیمه زیتون کښې د یوه کور په نښه کولو سره ټوله کورنی شهیده شوې، د راپور ترمخه په شهیدانو کښې مور، پلار او د دوی ۶ شپږ ماشومان شامل دي۔

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د غزه په سیمه کښې د اسرائيلي پوځ بریدونه روان دي، او په وروستي عملیاتو کې نور ۴۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي۔
طبي سرچینو الجزیره ته ویلي چې د ګل ورځ د سهار راهیسې تر اوسه د اسرائيلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۶ فلسطینیان شهیدان شوي، چې پکښې ۶ هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو په لټون کښې وو او د اسرایلي برید لاندې راغلل او شهیدان شول.
د الاقصی روغتون د معلوماتو له مخې، د مرکزي غزه د دیرالبلح د جنوبي او ختیځو سیمو په بریدونو کې اسرائيلي ځواکونو ۴ فلسطینیان شهید کړي دي۔
د فلسطیني سور صلیب په وینا، د غزې ښار په جنوبي سیمه کې د اسرائيلي پوځ په برید کې نور ۳ ملکي کسان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي۔

دلته یو مهم او غمجن خبر په اړه هم یادونه وشی چې پرون اسرائيلو د غزه په ښار کې د خبریالانو پر خیمه بمباري وکړه، چې له امله یې د الجزیره دوه خبریالان او درې کیمره مینان شهیدان شول۔
په شهیدانو کې د الجزیره خبریالان انس الشریف او محمد قریقه، او د کیمرې آپریټر محمد ظاهر، محمد نوفل او مومین علیوا شامل دي۔
یادونه باید وشی چې د اسرائيلو د جبري لوږې د تګلارې له امله د خوړو د کموالي له کبله د مړینې کچه هم لوړه شوې ده، او تر اوسه د خوړو د نشتوالي له امله ۲۱۷ فلسطینیان، چې پکښې ۱۰۰ ماشومان هم دي، ژوند له لاسه ورکړې دې.
دلته باید یادونه وشي چې د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې راهیسي تراوسه د اسرالي ځواکونو له لوري په غزه بریدونه دوام لري چې له امله ی په زرګونو فلسطینیان شهیدان شوي دي ، په شهیدانو کښې زیات شمیر د ماشومانو دي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *