تازه خبرونه

اسټرالیا هم فلسطین د یو خپلواک ریاست په توګه اوپیژندل

فرانس، کاناډا او مالټا له وړاندې دا اعلان کړی چې دوی فلسطین د یو ریاست په توګه پېژني
اسټرالیا هم فلسطین د یو خپلواک ریاست په توګه اوپیژندل

اوسه د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۴۷ هېوادونو فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه تسلیم کړی دې.

فرانس، برتانیا، کاناډا او مالټا نه وروسته اوس اسټرالیا هم فلسطین د یو خپلواک ریاست په توګه پېژندلو اعلان کړې دې د اسټرالیا لومړي وزیرانتوني البانیز ویلي چې دوی به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په راتلونکي غونډه (چې د ستمبر په میاشت کې کېږي) کې فلسطین د یو رسمي دولت په توګه وپېژني خو ویې ویل چې د حماس لپاره په راتلونکي فلسطیني دولت کې هېڅ ځای نشته.

انتوني البانیز زیاته کړې چې د غزه وضعیت د نړۍ د ټولو بدو اندېښنو نه هم زیات خراب شوی دی، او اسرائیل لا هم د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي۔ بلخوا نیوزیلېنډ هم د فلسطین د ریاست په رسمیت پېژندلو غور پیل کړی دی. د نیوزیلېنډ د بهرنیو چارو وزیر ونسن پیټرز ویلي دي چې دا پرېکړه به د دوی کابینه د ستمبر په میاشت کې وکړي.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې تر اوسه د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۴۷ هېوادونو فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه تسلیم کړیبرتانیا ویلي چې دوی به فلسطین د یو دولت په توګه تسلیم کړي، خو ځینې شرطونه به ورته وټاکي. دې. فرانس، کاناډا او مالټا له وړاندې دا اعلان کړی چې دوی فلسطین د یو ریاست په توګه پېژني .

فرانس، کاناډا او مالټا له وړاندې دا اعلان کړی چې دوی فلسطین د یو ریاست په توګه پېژني .بل اړخ ته د غزه په سیمه کې د اسرائیل لخوا د ظلمونو او بریدونو له امله، جرمني پرېکړه کړې چې اسرائیل ته د وسلو پلور بند کړي

Related Articles

په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي بریدګر د افغانستان څو ځلې سفرونه ثابته شوي، امنیتي سرچینو د طالبانو واک د “ترهګرۍ مرکز” بللی

February 6, 2026

په اسلام‌اباد کې د امام بارګاه په چاودنه کې ګڼ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ژوبل شوي دي

February 6, 2026

د اسلام‌اباد ښاروالۍ ادارې (CDA) په وینا، ډان نیوز د تاریخي یادگار د لیږد په اړه ناسم راپور خپور کړی، چې له امله یې خلکو ته غلط فهمي رامنځته شوې ده

February 6, 2026

پاکستان او ازبکستان په ګډه اعلامیه کې له افغان طالبانو د ترهګرو ډلو پر ضد د سمدستي اقدام او د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

February 6, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *