تازه خبرونه

په قبضه شوي کشمیر د هند پوځي عملیات

د هند پوځ غواړي په قبضه شوي جمو کشمیر کښې پټ هغه کشمیریان په نښه کړې چې له هند آزادي غوښتونکي دي.
په قبضه شوي کشمیر د هند پوځي عملیات

د هند لوري په ناقانونه قبضه شوي جمو کشمیر کښې د د هند فوځ لوري خپلواکي او آزادي خوښو کشمیریانو په ضد عملیات دوام لري ترڅو ددې آزادي غوښتونوکو غړونه چوپ کړي.

د هند لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي جمو کشمیر په

کولګام کې د هندي پوځ عملیات وړمه ورځ په لسمه ورځ هم دوام وکړو، په عملیاتو کې دوه عسکر وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا هندي ځواکونه په دغو عملیاتو کې ډرونونه، بې پیلوټه الوتکې، هیلیکوپټرونه او نور عصري څارنیز وسایل کاروي.

مقبوضه جمّو او کشمیر د کولګام په ولسوالۍ کې د هندي پوځ عملیات لسمې ورځې ته داخل شوي. د هندي امنیتي ځواکونو هڅه دا ده چې په ګڼو ځنګلونو کې پټ کشمیري ازادۍ غوښتونکي محاصره کړي. د دولتي سرچینو په وینا دغه ازادۍ غوښتونکي ډېر ښه روزل شوي او د ځنګلي جګړې په تخنیکونو کې مهارت لري، له همدې امله عملیات اوږد شوي دي.

تر دې دمه په عملیاتو کې دوه هندي عسکر وژل شوي دي چې رسمي تصدیق یې هم شوی، او ګڼ نور عسکر ټپیان شوي چې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. تر اوسه پورې د وژل شویو ازادۍ غوښتونکو شمېر نه دی اعلان شوی.

راپورونه ښيي چې ځواکونو د جولای په لومړۍ نېټه د اکهل په ځنګلي سیمه کې د لټون عملیات هغه وخت پیل کړل چې دوی ته د ازادۍ غوښتونکو د یوې ډلې د شتون پټه استخباراتي معلومات ترلاسه شول. په دغه وخت کې پولیس، هندي پوځ او د CRPF ګډ ځواکونه سیمې ته داخل شول. د سیمه‌ییزو رسنیو په وینا د شپې له لوري د سیمې څخه د چاودنو او درنې ډزې غږونه اورېدل کېدل.

سرچینې وایي هندي ځواکونه په دې عملیاتو کې ډرونونه، بې پیلوټه الوتکې، هیلیکوپټرونه او نور عصري څارنیز وسایل کاروي څو د ازادۍ غوښتونکو د تګ راتګ څرک ومومي. ځواکونو پر ځینو شکمنو پناه‌ځایونو د فضا له لارې چاودېدونکي مواد غورځولي دي. دا لومړی ځل دی چې په کولګام کې د ډرون له لارې پناه‌ځایونه په نښه کېږي.

نور معلومات ښيي چې په دغو عملیاتو کې له هندي ځواکونو سره ځانګړي پیرا کمانډوز هم شامل دي چې د عصري وسلو او تجهیزاتو سره سمبال دي او د ځمکنيو ځواکونو لارښوونه کوي. د یو امنیتي چارواکي په وینا ځواکونه په بیړه ګام نه اخلي، بلکې په احتیاط وړاندې ځي څو خپل سرتېري له مرګ ژوبلې وژغوري او د ازادۍ غوښتونکو رسد او مهمات پرې کړي.

د سیمې شنونکي وایي دا عملیات څرګندوي چې په مقبوضه جمّو او کشمیر کې د ازادۍ غوښتونکو شبکه لا هم فعاله ده او هندي امنیتي ځواکونو ته یې له منځه وړل لویه ستونزه ده. ازادۍ غوښتونکي د ګڼو ځنګلونو او طبیعي غارونو څخه د خوندي پناه ځای په توګه کار اخلي چې د دوی موندل ستونزمنوي. .

دغه عملیات د وادۍ په خرابېدونکي بشري وضعیت کې ارزول کېږي. کشمیري ولس له ډېر وخت راهیسې له هندي پوځ لوري محاصرو، ګرځبندیزونو او سختو امنیتي محدودیتونو سره مخ دی. د بشري حقونو سازمانونو څو ځله یادونه کړې چې دا ډول عملیات د عامو خلکو ژوند اغېزمنوي او کله ناکله بې‌ګناه وګړو ته هم زیان رسیږي. .

اوسنی وضعیت دا څرګندوي چې د کشمیر مسئله لا هم د سیمې د سولې او ثبات لپاره لویه ننګونه ده. کارپوهان وایي د دې مسئلې دایمي حل یوازې د هر اړخیزو سیاسي خبرو اترو، د کشمیري ولس د غوښتنو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو په رڼا کې ممکن دی

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *