تازه خبرونه

پاکستان څخه د افغان مهاجرینو وطن ته واپس ستنیدل دوام لري

د امیګریشن چارواکو د معلوماتو ترمخه تراوسه ۴۳ زره زیات افغان وګړي چې افغان سیټزن کارډ ی لرل، د تورخم لارې افغانستان ته واپس ستانه شوي دي
پاکستان څخه د افغان مهاجرینو وطن ته واپس ستنیدل دوام لري

د کډوالو نړیوالې ادارې ترمخه پاکستان کښې ۱.۴ ملیونه پی او ار کارډ لرونکي او ۸ اته لکه افغان سیټزن کارډ لرونکي افغان وګړي ژوند کوي.

د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده، د امیګریشن اهلکار وایی تورخم له لارې ۴۳ زره زیات افغان سیټزن کارډ لرونکي افغان وګړي واپس خپل هیواد افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا خبره د تورخم امیګریشن اهلکارو رسنیو ته تاید کړې ده او ویلي ی دي چې د تورخم لارې خپل وطن ته د افغان وګړو واپس ستنیدل دوام لري.

د کډوالو نړیوالې ادارې معلوماتو ترمخه پاکستان کښې پي او آر کارډ لرونکي افغان وګړي ۱.۴ ملیونه دي او افغان سیټیزن کارډ لرونکي څه ۸ اته لکه دي.

اهلکار ویلي دي چې ۵۰۵ افغان وګړي چې پي اوی آر کارډ ی لرل په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي، اهکار زیاتوي چې له لوړمۍ نیټي د اګسټ ۹۲۴ افغان وګړي افغانستان ته واپس تللي دي.

امیګریشن اهلکار وایی چې وړمه ورځ افغان سیټزن کارډ لرونکي ۵۸ افغان وګړي افغانستان ته واپس ستانه شو او ۶۴۳ هغه افغان مهاجرین چې د سفر کوم قانوني اسناد ی نه لري خپل هیواد ته واپس کړې شوي دي.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې څو ورځې وړاندې حکومت اړوند چارواکو او ادارو ته لارښوونه کړې وه چې هغه افغان وګړي چې پي او آر کارډ لري ،له پولیس لوري او نورو اړوند ادارو لوري دې په دوی سختي و نه کړې شي.

په دې ورستیو کښې له بیله بیلو افغان چارواکو له لوري هم پاکستان څخه غوښتنه شوې وه چې افغان وګړو سره دې سختي و نه شي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *