تازه خبرونه

د پاکستان په اړه د یو افغان چارواکي لانجه من بیان

د افغانستان د انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور شمشاد ټي وي سره مرکه کښې وایی چې پاکستان نه غواړي چې افغانستان کښې یو قوي مرکزي حکومت جوړ شي
د پاکستان په اړه د یو افغان چارواکي لانجه من بیان

افغان وزیر منصور وایی چې د افغانستان ګاونډیان په ځانګړي توګه پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کښې یو قوي حکومت وي

تاریخ ګواه دې چې که یو اړخ ته پاکستان او افغانستان مسلمان ګاونډي هیوادونه دي خو بل اړخ ته دې دو مسلمان ګاونډي هیوادونو اړیکې هم تل د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

په افغانستان کښې د پخواني سوویت یونین، شوروي اتحاد حکومت وو یا د مجاهدینو ، د پاکستان په اړه دې حکومتو تل لانجه من بیانونه او دریځونه خپاره کړي دي چې د نړۍ پام ی راګورځولې دې.

د افغانستان انرژۍ او اوبو وزیر عبدالطیف منصور شمشاد ټي وي سره په مرکه کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه شتون لري خو دا مرکزونه د اسلامي امارت د حکومت وړاندې موجود وو.

په مرکه کښې منصور وایی چې د افغانستان ګاونډیان په ځانګړي توګه پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کښې یو قوي حکومت وي.

منصور په مرکه کښې وایی چې په افغانستان کښې که د هرچا حکومت وي ، که طالبان وي ،که مجاهدین وي او که کمیونسټ، هغه زیاتوي چې پاکستان افغانستان کښې نه غواړي دلته حکومت قوي وي، هغه زیاتوي او ټینګار کوي چې وس مونږ په دې پوهه شوي یو.

منصور وایی چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کښې داسې حکومت جوړ شي چې افغانستان په خپو ودریږي. هغه وایی پاکستان ددې ګټه پورته کوي چې په افغانستان کښې مرکزي حکومت جوړ نه شي.

یو شمیر سیاسي کارپوهان وایی چې د افغان وزیر دا بیان د پاکستان او افغانستان په اړیکو بده اغیزه کولې شي ځکه دا بیان په داسې وخت کښې مخې ته راغلې دې چې د پاکستان او افغانستان اړیکې په ښه لور روانې شوي دي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کښې ویل شوي دي چې د پاکستان په اړه د افغان وزیر څرګندونې به له کابل سره راپورته کړي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *