تازه خبرونه

مستونګ :سيکيورټي فورسز په ګاډي بمي چاودنه،ميجر رضوان طاهر بشمول درې اهلکار شهيد،د فتنه هندڅلور مرستيال ترهه ګر وژلي شويدي

د اولس د ځانونو تحفظ او ملک دفاع لپاره د شهيد سيکيورټي اهلکارو قربانۍ به نۀ ضائع کيږي،د ترهه ګرو خلاف بۀ عمليات جاري وي،صدر زرداري،وزيراعظم شهباز شريف
مستونګ :سيکيورټي فورسز په ګاډي بمي چاودنه،ميجر رضوان طاهر بشمول درې اهلکار شهيد،د فتنه هندڅلور مرستيال ترهه ګر وژلي شويدي

د اولس او ملک تحفظ لپاره د پاک پوځ درې نور باتوران شهيد

د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې د هندپراکسيز ترهه ګرو د بلوچستان په مستونګ سيمه کښې د سيکيورټي اهلکارو په ګاډي د بارودي سرنګ چاودنه کړې وه چې په نتيجه کښې ميجرمحمد رضوان طاهر،نائيک ابن امين او لانس نائيک محمد يونس شهيد شوي وو۔ د حملې وروستو سيکيورټي فورسز علاقه کښې د شرخوښو خلاف لټوني عمليات کړي چې پکښې د هند مرستيال څلور ترهه ګر وژلي شوېدي ۔ آئي ايس پي آر ترمخه پوځ ملک نه د هند پراکسيز ترهه ګرو د مکمل خاتمے عزم لري ،د باتور سيکيورټي اهلکارو دا قربانۍ ملک کښې د امن قيام لپاره د پاک پوځ عزائم نور هم مضبوطوي ۔ شهيد سيکيورټي اهلکارو کښې د ميجر محمد رضوان تعلق د پنجاب د نارروال علاقې،د نائيک ابن امين تعلق د صوابۍ او د لانس نائيک محمد يونس تعلق د کرک سره دے او درې واړه شهيدان د سرکاري اعزاز سره خپلو خپلو آبائي علاقو کښې خاوره ته سپارلي شويدي ۔

فتنه هند مرستيال ترهه ګر به هر حال کښې ختموؤ، صدر ۔ وزيراعظم

صدر مملکت آصف علي زرداري،وزيراعظم شهبازشريف،داخله وزير محسن نقوي،د ټولو صوبو ګورنرانو او وزرائے اعلي په مستونګ بمي چاودنه کښې د پاک پوځ اهلکارو په شهادت د افسوس اظهار کړې او د شهيدانو لواحقينو سره ئې د غمرازۍ اظهار کړېدے ۔ حکومتي مشرانو د سيکيورټي فورسز د جوابي کارروائۍ په مهال د فتنه هند څلور مرستيال ترهه ګرو په وژلو سيکيورټي اهلکارو ته خراج تحسين هم وړاندې کړېدے ۔ خپل بيانونو کښې صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د ملک او اولس د تحفظ لپاره د سيکيورټي اهلکارو قربانۍ به چرې هم ضائع نشي، ټول قام خپلو شهيدانو ته سلام کوي ۔ د ترهه ګرۍ د ناسور د خاتمے لپاره پاک پوځ او قام يو موټې دے ، ملک کښې بدامني خورولو لپاره د فتنه هند د مرستيالو هر کوشش او سازش به ناکامه کوؤ ، ډير زر به ملک نه د هند پراکسيز ترهه ګرو خاتمه وکړو۔

Related Articles

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *