تازه خبرونه

په باجوړ کښې ناامني او د امن لپاره د مشرانو هڅې

تردې وخت چې دا رپورټ لیکل کیږي،داسې خبر رارسیدلې دې چې د باجوړ مشرانو جرګه پیښور کښې وزیراعلی هاوس ته رارسیدلې ده
په باجوړ کښې ناامني او د امن لپاره د مشرانو هڅې

باجوړ کښې سربکف اپریشن وروسته علاقه له ترهګرو پاکه شوه

په ټول ضم ضلعو کښې د روانې بدامنې پیښو له امله ددې سیمو عام اولس، سیاسي ګوندونو مشران، غیر سیاسي ګوندونو مشرانو او د بیله بیلو تنظیمونو مشرانو د پریکړې وروسته د امن په نامه پاڅون او احتجاجي پرلتونو پیل اعلان کړو.

په باجوړ ضلع کښې هم د جولایی په ۱۳مه نیټه د امن پاڅون اعلان شوې وو خو د امن پاڅون وړاندې په ۱۰لسم د جولایی په باجوړ کښې د عوامي نیشنل ګوند یو فعال او شعله بیان بیان مشر مولانا خانزیب له نامعلومه وسله والو له لوري په نښه شو او شهید کړې شو.

د مولانا خانزیب د وژنې وروسته په سیمه کښې امنیتي وضع ډیره کړکیچنه شوه ځکه چې ددې وړاندې هم په یو ترهګریز برید کښې ایډیشنل اسسټنټ کمشنر هم شهید کړې شو.

دې حالاتو ته په کتنه سره امنیتي لوړ پوړه چارواکو له سیاسي مشرانو سره په مشوره په دې سیمه کښې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان په ضد سربکف اپریشن پیل کړو.

دلته باید یادونه وشي چې د باجوړ په شپاړس سیمو کښې په ۲۹م د جولایی د باجوړ ضلعې په ۱۶ سیمو کښې د ټي ټي پي خوارجو په ضد سربکف عملیات پیل شول او سرچینې وایی چې په دې اپریشن کښې درې ترهګر اووژل شول،دا شمیر بیا روسته نور هم زیات شو او یو شمیر نور ژوبل شول.
په اپریشن سربکف کښې د باجوړ په شپاړس سیمو ترخو، باد سیاه، آګره، کلان،نختر سره ۱۶ سیمو کښې ګرځبندیز ولګیدو او امنیتي ځواکونو په دې سیمو کښې د مبینه ټي ټي پي خوارجو په ضد عملیات ترسره شول.

په دې اپریشن کښې یو مهم خبر مخې ته راغلو او دا خبر هغه خبرې دي چې د افغان خوارجو ترمنځ ی تبادله شوې ده. دوی پکې سخته غوسه، مایوسي او بې‌باوري څرګنده کړې وه. افغان جنګیالیو سیمه‌ییز کمانډران، لکه تورډیل، ملنګ باچا، او کمانډر بلال تورن کړي چې د جګړې پر مهال ی هغوی مونږ د مرګ لپاره پریښودو، یو جنګیالي دا خبرې ډیر په قهر کښې کړي دي.

افغان ترهګرو شکایت کړی وو چې دوی په یواځې ځان جګړه کوله، پداسې حال کښې چې سیمه‌ییز مشران وتښتیدل او دوی ی یواځې پریښودل .

په باجوړ کښې د اپریشن سربکف وروسته د ځایی مشرانو او د ټی ټي پی مشرانو ترمینځ جرګه هم وشوه او وس د ځایی سرچینو ترمینځ په باجوړ کښې دوه ورځې ډزبندي شوې ده.

په داسې وخت کښې جې د تحریک طالبان پاکستان او د باجوړ مشرانو ترمینځ جرګه هم دوام لري د کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان باجوړ ولایت کمانډر مولانا الیاس کمانډر یو مهم پیغام مخې ته راغلې دې.

کمانډر الیاس وایی چې په باجوړ کښې د امن لپاره دعا وکړې، هغه وایی چې جرګه ډیره په مثب لور روانه ده او د باجوړ عام اولس د خپلو ورونړو سره په لیدنه ډیر خوشحال او مطمین دي.

کمانډر الیاس په خپل پیغام کښې زیاتوي چې څوک هم چې په سیمه کښې فتنه او فساد خپرولو کوشش کوي نو الله تعالي دې ددوی هڅې او سازشونه ناکامه کړي.

د سرچینو ترمخه وس داسې خبر رارسیدلې چې د باجوړ امن جرګې مشرانو د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار کښې وزیراعلی هاوس ته رارسیدلي دي.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د ټي ټي پي مشرانو له لوري د باجوړ امن جرګې مشرانو ته داسې ویل شوي وو چې که چرې امنیتي ځواکونه دوی هدف و نه ګرځوی نو دوی به هم په امنیتي ځواکونو باریدونه و نه کړي

Related Articles

اکستان او اروپايي ټولنه له ۶۰ کلونو زیاتې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، دا فورم د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو لپاره د شراکت د نوي پړاو پیل بلل کېږي

January 21, 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکايي رسنۍ «نیوز نېشن» سره په مرکه کې ویلي چې نه غواړي هیڅ یو امریکايي وګړی د اسلامي امارت په بند کې پاتې شي.

January 21, 2026

د کاناډا صدراعظم له منځنیو قدرتونو وغوښتل چې سره یو موټی شي، او د ټرمپ د داووس ته تر رسېدو مخکې یې د ګډونوالو له خوا په ولاړه هرکلی (ستاینلیک) ترلاسه کړ.

January 21, 2026

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي

January 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *