تازه خبرونه

مونږ خپله خاوره نه شو پریښودلې: طالبان

په ضم قبایلي ضلع باجوړ کښې نن د باجوړ مشرانو او د تحریک طالبان پاکستان مشرانو ترمینځ دویمه ناسته وشوه، ګډه پریکړه تراوسه نه ده جاري شوې
مونږ خپله خاوره نه شو پریښودلې: طالبان

طالبانو د باجوړ مشرانو ته ځواب ورکړې دې چې دوی دا خاوره نه شي پریښودلې

نن د خالي په ورځ د باجوړ جرګې مشرانو او طالبانو ترمنځ په ماموند تحصیل کښې دویمه ناسته وشوه،

د سرچینو ترمخه جرګې چې کومې غوښتنې وړاندې کړې وې، طالبانو ورته د ۵۰ کسیز جرګې له لارې ځواب ورکړو.

د جرګې یو غړي نجیب ماموند ترمخه د باجوړ جرګې مشرانو په غوښتنه چې طالبان دې افغانستان ته لاړ شي ،طالبانو ځواب ورکړې دې چې دوی دا خاوره نه شي پریښودلې.

د جرګې غړي ترمخه طالبانو اوویل چې که امنتي ځواکونه مونږ هدف نه کړي نو مونږ به هم دوی هدف و نه ګرځوو.

د سرچینو ترمخه تمه ده چې د جرګې غړي به ډیره زر د طالبانو سره د نن ناسنې په اړه یوه ګډه اعلامیه جاري کړې.

دلته مهمه ده چې باید ی یادونه وشي چې څو ورخې وړاندې هم د ضلع خیبر په تیراه سمیه کښې د افریدو مشرانو د ظاهرشاه افریدي مشرۍ کښې په بهوټان سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان سره ناسته وکړه ، طالبانو د مشرانو څخه څو ورخې مهلت غوښتنې چې دوی به د جرګې مشرانو غوښتنو ته ځواب اوواي.

Related Articles

معید پیرزادہ د اسلام آباد برید د بې اساسه توطئوي نظریو خپرولو لپاره کاروي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کمزوري کوي

February 7, 2026

د پېښور های کورټ په وژونکي پولیسو لاینونو د چاودنې قضیه کې امتیاز ته ضمانت ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د عدلیې رول باندې پوښتنې راپورته کړي

February 7, 2026

پوتین د اسلام آباد د جومات برید وروسته پاکستان ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر ضد د قوي همکارۍ ژمنه یې وکړه

February 7, 2026

څنګه بندیز لګېدلې بي‌اېل‌اې د ټولنیزو رسنیو له لارې د بشري حقونو ژبه ناوړه کاروي، بریدونه ستايي، تبلیغات خپروي او کسان جذبوي.

February 7, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *