تازه خبرونه

د امریکا ټرمپ سرکار له هند مودي سرکار څخه سخت مایوسه دې

پوهان وایی چې یو اړخ ته هند له امریکا لوري سختو نیوکو سره مخ دې او بل لوري پاکستان هند ته په سفارتي او د جنګ په میدان کښې ماتې ورکړې ده
د امریکا ټرمپ سرکار له هند مودي سرکار څخه سخت مایوسه دې

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۴مه د هغو هېوادونو لپاره چې له روس نه تېل اخلي، د ۱۰۰٪ ګمرکي محصولاتو لګولو ګواښ کړی وو

د امریکا او مودي حکومت ترمینځ د تاوتریخوالي او خفګان بنیادي لامل د مودي حکومت هغه پالیسۍ دي چې د امریکا سرکار د خفګان او مایوسۍ سبب جوړې شوي دي.

د رسنیو راپورونو ترمخه روس نه د تیلو اخستلو په وجه د ټرمپ حکومت د مودي حکومت څخه سخته خفا او مایوسه ده.

د امریکا د خزانې وزیر په یو مرکه کې ویلي، هند له روس نه تېل اخلي او بیا یې د تصفیې شویو تېلو یعني د ریفاینډ آئل په بڼه پلوري، خو هند ځان داسې یو هېواد نه دی ثابت کړی چې نړیوال کردار ولري..

بیسینټ د یوه پوښتنې په ځواب کې ویلي چې “د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او زمونږ ټول ټیم له هند نه ناامیده دې، مونږ ته نه ده معلومه چې له هند سره به د سوداګرۍ تړون څه شکل ولري، دا هر څه به د هند په رویې پورې اړه ولري.

دلته د یوې مهمې خبرې ته باید اشاره وشي چې د پوهانو ترمخه یو اړخ ته هند له امریکا لوري سختو نیوکو سره مخ دې، ټرمپ په هند ټیکسونه لګوي او شرکتونه ی بندوي او بل لوري پاکستان هند ته په سفارتي او د جنګ په میدان کښې ماتې ورکړې ده.

دا هم باید یاده شي چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ له خوا د روسي تېلو اخیستونکو ته د سختو ګواښونو وروسته، د هند دولتي تیل تصفیه کوونکو شرکتونو د روسي تېلو اخېستل بند کړي وو..

د خبري آژانسونو له مخې، هند د نړۍ درېیم لوی د تېلو واردوونکی هېواد دی، او همدا راز د روس له خوا د سمندر له لارې صادرېدونکي خام تېلو تر ټولو ستر پېرودونکی هم دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۴مه د هغو هېوادونو لپاره چې له روس نه تېل اخلي، د ۱۰۰٪ ګمرکي محصولاتو لګولو ګواښ کړی وو.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې هم ټرمپ د هند په هغه ۶ شپږو شرکتونو بندیز ولګولو چې له روس څخه تیل اخلي.

Related Articles

د افغانستان د کرکټ ستوری محمد نبي د سریلانکا له لړۍ وروسته له نړیوالو لوبو څخه د تقاعد اعلان وکړ او خپل پېژندل شوی نړیواله مسلکي ژوند پای ته ورساوه

March 8, 2026

اسرائیل د امریکا له خبرداری وروسته د تهران د تیلو مهمې ساحې وویشتې؛ په تیلو زیرمو کې لوی اور او لوګي راپور شوي، ځکه چې د ایران سره کړکېچ شدت مومي

March 8, 2026

ایران پر امریکا او اسرائیل د پوځي تیری تور پورې کړی او د پورته شوي کړکېچ په منځ کې یې د ځان د دفاع ژمنه کړې ده

March 8, 2026

امنیتي ځواکونو په باسیما کې د بی ایل اې برید شنډ کړ، ۳ وسله وال ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول. د امنیت تدابیر او د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي

March 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *