تازه خبرونه

افغان ټرانسپورټران لپاره په عارضي اسنادو د سفر موده وغځول شوه

وفاقي کابینې له افغانستان سره د تجارتي ټیرف په برخه کښې د رعایتونو منظوري هم ورکړې ده۔

1 min read

افغان ټرانسپورټران لپاره په عارضي اسنادو د سفر موده وغځول شوه

د پاکستان حکومت دا پریکړه هم د پاکستان او افغانستان سوداګرو او ټرانسپورټرانو په ښو ټکو کښې ستایلې ده او ویلي ی دي چې داسې رعایتونو او اسانتیاو سره به د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده وکړي

August 1, 2025

سرچینو په وینا، افغان مال وړونکو موټرو ډرایورانو ته به تر ۳۱م اګست پورې د لنډمهاله داخلې اسنادو پر بنسټ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، او د دې پرېکړې رسمي خبرتیا هم خپره شوې ده

وړمه ورځ د تجارت اوسوداګرۍ
وزارت له لوري یوه رسمی خبرپانړه کښې ویل شوي دي چې ټرانسپورټران به وکولې شي چې تر ۳۱م د اګست په ټیډ عارضي اسنادو په تورخم پوله سفر وکړې شي

د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې ددې پریکړې ستاینه کړې ده او دا غوښتنه ی هم کړې ده چې حکومت باید دې سوداګرو او ټرانسپورټرانو لپاره د ویزه ورکولو پراسس آسان کړي

څو ورځې و ړاندې هم د پاک افغان جاینټ چیمبر مشر له لوري یو داسې بیان خپور شوې وو چې ویلي ی وو چې افغان ټرانسپورټران چې کله د ویزه حاصلولو لپاره غوښتنلیک جمع کړي نو په میاشتو میاشتو هم ویزه نه ورکول کیږي

ضیاالحق سرحدي ، چې د چیمبر یو تکړه مشر دې وایی چې د ویزه ورکولو پراسس دې چټک کړې شي او فیس دې هم راکم کړې شي

دلته ددې هم باید یادونه وشي چې

وفاقي کابینې له افغانستان سره د تجارتي تعرفو (ټیرف) په برخه کښې د رعایتونو منظوري ورکړې ده۔

سرچینې وایي چې دا منظوري د سوداګرۍ وزارت د سمري له مخې د سرکولیشن له لارې اخیستل شوې ده، یعنې د کابینې غړو ته بې له غونډې کاغذي بڼه کښې وړاندې شوې او موافقه شوې ده۔

د پاک-افغان تجارتي ټیرف رعایتونو نوې معاهده


په اسنادو کښې څرګنده شوې چې پاکستان او افغانستان به په ۴ څلورو کرنیزو توکو باندې ګمرکي محصول یا خو ختم کړي یا به ی راکم کړي خو دې رعایتونو سره سره به دواړه هیوادونه به له ۲۲ څخه تر ۲۷ سلنه پورې ټیکس اخلي. .
د ټکسونو د دغو رعایتونو پلي کېدو موده به د ۲۰۲۵ د اګست له لومړۍ یعني نن څخه تر ۳۱ جولای ۲۰۲۶ پورې وي.

پاکستان لوري افغانستان ته ورکړل شوې رعایتونه


د اسنادو له مخې، د پروګرام لاندې به افغان کرنیزو محصولاتو ته ترجیحي ټیرف رعایتونه ورکړل شي
پاکستان به د له افغانستان څخه په ټماټرو ۵٪ کسټمز ډیوټي ختمه کړي. د دې کمښت وروسته به په ټماټرو ټیکس له ۲۷ سلنه ۲۲ سلنه ته راټیټ شي
په انار انګورو او مڼو به ګمرکي محصول هم ۲۶ سلنه کم شي او دا ټیکس به په دې دې درې کرنیزو توکو له ۵۳ سلنه څخه تر ۲۷ سلنه ته راټیټ شي

افغانستان لوري پاکستان ته ورکړل شوې رعایتونه


افغانستان به په څلورو کرنیزو توکو ۲۰سلنه څخه تر ۳۵ سلنه پورې رعایت ورکړي.
له پاکستان څخه په الوګانو به ګمرکي محصول ۳۵ سلنه راټیټ شي. ، په کیلې به ټیکس ۳۰ سلنه ته راټیټ شي. دې سره به د پاکستان افغانستان ته د آلوګانو په ایکسپورټ ټیکس ۵۷سلنه څخه تر ۲۲سلنه راکم شي

دلته ددې خبرې هم باید چې یادونه وشي چې سرچینو دا هم ویلي دي چې دغه رعایتونه د ارلي هارویسټ پروګرام لاندې منظور شوي دي او ددې پروګرام دادې چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخیز تجارت وده وکړي

د پاکستان حکومت دا پریکړه هم د پاکستان او افغانستان سوداګرو او ټرانسپورټرانو په ښو ټکو کښې ستایلې ده او ویلي ی دي چې داسې رعایتونو او اسانتیاو سره به د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده وکړي چې دا به د دواړو هیوادونو د اقتصاد په پرمختګ تمام شي

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *