تازه خبرونه

لنډی کوتل کښې د ترهګرۍ دوه پیښې شوي دي

د ترهګرۍ په لومړۍ پيښه کښې د پولیسو او ایف سی څوکۍ او په بله پیښه کښې یوه نوې جوړیدونکې سرکاري ودانۍ سره نزدې یوه مارټر ګوله رالویدلې
لنډی کوتل کښې د ترهګرۍ دوه پیښې شوي دي

څو کاله وړاندې هم چې په افغانستان کښې امریکا او نیټو ځواکونه موجود وو نو د لنډي کوتل او نزدو سیمو کښې امنیتي وضع خرابه وه

لنډي کوتل: پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کښې دوه د ترهګرۍ پیښې شوي دي

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د خیبر ضلعې لنډي کوتل تحصیل کښې یوه نوې جوړېدونکې د ریسکیو ١١٢٢ ودانۍ سره یو مارټر ګوله را اوغورځېده او وچاودېدله۔

پولیس وایي، مارټر ګوله له نامعلومې خوا فایر شوی ، چې نن د سهار په لومړي ساعتونو کښې د ریسکیو 1122 د نوې ودانۍ سره نزدې راپرېوته۔ د چادونې له امله د دفتر ودانۍ ته کم زیان رسېدلی، خو د پولیسو په وینا، پکې هېڅ ډول جاني زیان نه دی اوښتی

پېښه د افغان ټرانزټ کېمپ سره نزدې رامنځته شوې، چېرته چې افغانستان ته واپس تلونکې افغان مهاجرېنو د اسنادو رجسټرېشن او نورې ضروري چارې پرمخ وړل کېږي

د پېښې شاوخوا سیمه کې ګڼ شمېر حکومتي دفترونه هم شتون لري، خو د امنیتي ادارو له خوا تر دې دمه د پېښې اصلي لور نه دی معلوم شوی

امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړي ترڅو معلومه کړي چې ګوله له کومه ځایه توغول شوې وه او هدف ی کومه سیمه وه

د پولیسو چارواکي وایي، دا یوه د اندېښنې ډکه پېښه ده، خود خوشحالۍ خبره ده په دې کښې کوم ځاني تاوان نه دې پیښ شوې

سرکاري سرچینو هم دا پیښه تاید کړې او ویلي ی دي چې نن د شپې ۱:۴۳ بجې د خیبر ضلعې لنډي کوتل تحصیل کښې د ریسکیو ۱۱۲۲ ودانۍ چې نوې جوړیږي ،سرچینې وایی او زیاتوي چې دې ودانۍ مخې ته مارټر ګولۍ ولګېده، دې دفتر سره نزدې حمزه بابا مزار او د افغان مهاجرنیو د واپس تللو رجسټریشن او نور ضروري اسنادو چیکنګ لپاره جوړ شوې افغان هولډنګ کیمپ هم شتون لري

لنډي کوتل کښې د پولیسو او امینتي چیک پوسټ هم برید شوې

ددې پیښې وړاندې، سرچینې وایی چې بیګا د شپې ناوخته د لنډي کوتل تحصیل په زیړې چیک پوسټ هم نامعلومه وسله والو برید وکړو. د پولیسو سرچینې وایی چې امنیتي ځواکونو ددې برید په غبرګون کښې په وسله والو ډزې وکړې خو په دې برید کښې کوم ځاني زیان نه دې اووښتې

Related Articles

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *