تازه خبرونه

خلائي ميدان کښې د پاکستان اهمه کاميابي، پاکستان دوئم ريموټ سنسنګ سيټلائټ خلا ته ليږلې دے

سنسنګ سيټلائټ به زمکې مشاهده کولو نه علاوه و قدرتي وسائلو نګراني کوي،سپارکو ترجمان
خلائي ميدان کښې د پاکستان اهمه کاميابي، پاکستان دوئم ريموټ سنسنګ سيټلائټ خلا ته ليږلې دے

د پاکستان کامياب مهم،سنسنګ سيټلائټ ئې خلا ته ليږلې

د پاکستان خلائي تحقيقاتي ادارے سپارکو لخوا جاري شوي بيان ترمخه پاکستان د چين شيچانګ سيلائټ لانچ سنټر نه دوئم جديد ترين ريموټ سنسنګ سيټلائټ خلا ته ليږلې دے ۔ دا سيټلائټ به د کرکيلې ترقۍ، ماحولياتي بدلون اثراتو مخ نيوي او د جغرافيائي خطرو نشاندهي کوي ۔ سپارکو ترجمان وائي چې سنسنګ سيټلائټ به د زمکې ،سي پيک، علاقائي منصوبه بندۍ او ماحولياتي تجزيو نګراني کوي ،سپارکو ماهرينو ترمخه دا سيټلائټ به د ګليشئيرز،زلزلو، سيلابونو او ځنګلاتو نګرانۍ هم کوي چې لوجې به ئي د قدرتي آفتونو او نقصاناتو نه بچ کيدو اقدامات هم ممکن شي ۔ د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزير احسن اقبال خلا ته سنسنګ سيټلائټ لانچنګ په کاميابۍ قام له مبارکي ورکړيده او دا ئې د پاکستان لپاره مهمه کاميابي ګرځولي ده

Related Articles

د هند وزیراعظم نریندر مودي سمدستي مبارکي څرګندوي چې نوي ډیلي غواړي په بنګله دیش کې د هر ډول سیاسي بدلون سره سره خپل نفوذ وساتي

February 13, 2026

د روس د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو د افغانستان او تاجکستان پر سرحد د وسله والو نښتو او تیریو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د CSTO په چوکاټ کې د سرحدي ثبات پروګرام تایید کړ

February 13, 2026

فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د سعودي د دفاع وزیر پرنس خالد بن سلمان ترمنځ یوه مهمه ناسته وشوه، چې پکې د ستراتیژیکې دفاعي شراکتدارۍ د لا پیاوړتیا ژمنه بیا تکرار شوه

February 13, 2026

د پی ټي آی بنسټګرې خور نورین خانم له خوا د زندانونو افسر عبدالغفور انجم ته په سوشل میډیا کې احتمالي ګواښونو ورکولو وروسته، قانوني کارپوهانو دا د PECA قانون سرغړونه وبلله

February 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *