تازه خبرونه

فلسطين مسئلې په حواله نړي وال کانفرنس،فلسطين دې آزاد رياست جوړ کړي شي،د متحده قامونو رکنيت دې هم ورکړې شي ،اسحاق ډار

په فلسطين اسرائيل قبضه ختمولو وخت راغلې د دې مسئلې دوه رياستي حل پکار دے،متحده قامونو جنرل سيکرټري
فلسطين مسئلې په حواله نړي وال کانفرنس،فلسطين دې آزاد رياست جوړ کړي شي،د متحده قامونو رکنيت دې هم ورکړې شي ،اسحاق ډار

فلسطين آزاد رياست جوړول پکار دي،اسحاق ډار

د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل په حواله د سعودي عرب او فرانس په کورتبوب کښې نيويارک کښې نړي وال کانفرنس شوي وو چې پکښې د مختلف ملکونو خارجه وزيرانواو نمائندګانو شرکت کړي وو،امريکې او اسرائيل د دې بائيکاټ کړي وو۔ د کانفرنس ګډون والو په فلسطين کښې د اسرائيل روان ظلمونو باندې د تشويش اظهار کړې او په فوري توګه ئې د غزه جنګ بندۍ او محاصره د ختمولو مطالبه کړيده ۔ د سعودي عرب خارجه وزير فيصل بن فرحان کانفرنس ته وينا په مهال ووئيلي دي چې فلسطنيانو له جائز او قانوني حق ورکولو نه بغير سيمه کښې امن نشي راتللے د هغه وينا وه چې ټوله نړۍ فلسطينيانو سره اوګه په اوګه ولاړه ده صرف دوه رياستي حل د فلسطين مسئله هوارولې شي ۔ سعودي خارجه وزير زياته کړه چې اسرائيل سره تعلقات تر هغې نه شو قائمولے تر څو چې فلسطين يو آزاد رياست جوړ شوي نه وي ۔

د پاکستان د آزاد او خپلواکه فلسطين د قيام مطالبه

نيويارک کانفرنس ته خارجه وزير اسحاق ډار هم وينا کړے او د فسلطين د مسئلې پائيدار حل راويستو او غزه جنګ بندۍ مطالبه ئي کړه وه، د اسحاق ډار وينا وه چې تير ۷۵ کالو راهسې د فلسطين مسئلې نه حل کيدل د نړي والې ورورلۍ ناکامي ده د فلسطنيانو خلاف اسرائيلي ظلمونه نور بنديدل پکار دي۔ خارجه وزير د فرانس له طرفه فلسطين رياست تسليمولو هرکلي کړېدے او وئيلي ئي دي چې اوس وخت راغلے چې ټوله نړې د فلسطنيانو د آزادې او خپلواکۍ حق ومني ۔ اسحاق ډار وينا ترمخه فلسطنيانو خلاف روان جارحيت دوران د ۵۸ زرو نه سيوا فلسطنيان شهيد شويدي،هسپتالونه،سکولونه او امدادي مرکزونه تباه کړي شويدي که يو طرف ته بے ګناه فلسطنيان د اسرائيلي بمبارۍ کښې قتل کيږي نو بلخوا د غزه محاصرې لوجې هم فلسطيني وګړي او په خصوصي توګه ماشومان او بيماران د مړه کولو په منصوبه کار روان دے ۔ خارجه وزير اسحاق ډار القدس شريف د آزاد فلسطيني رياست د قائمولو ملاټر کړېدے وئيلي ئي دي چې د عرب امن منصوبے او د متحده قامونو دوه رياستي حل صرف د فلسطين د مسئلې يواځنې حل دے يو آزاد او خپلواکه فلسطين د مشرقي وسطي د امن او استحکام علامت دے متحده قامونو نه مطالبه کوؤ چې په فوري توګه دې فلسطين له د دې ادارے مکمل رکنيت ورکړي

دوه رياستي حل د فلسطين مسئله هوارولي شي، انتونيو ګوټريس

د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوټريس کانفرنس ته وينا په وخت وئيلي دي چې د فلسطين مسئله تير څو لسيزو راهسې جاري ده صرف په بيانونو،قراردادونو او تقريرونو دا مسئله نه حل کيږي د دې لپاره به جرات مندانه فيصلې کول وي۔ انتونيوګوټريس د فلسطين د مسئلې مخالفت کونکي ملکونو باندې سختې نيوکي کړيدي او وئيلي ئي دي فلسطنيان د خپلې خاورې نه بے دخل کول امن نه بلکه په انسانيت ظلم دے د فسلطين مسئله هم داسې کړکيچن نه ده چې حل کول ئې ناممکن دي خو دې لپاره سفارتي کوششونه کول پکار دي ۔ د متحده قامونو جنرل سيکرټري زياته کړه چې په فلسطين د اسرائيل قبضه ختمولو وخت راغلې دے د دوه رياستي حل په ذريعه د فلسطين دا شخړه په پرامن او منصفانه توګه حل کيدې شي

Related Articles

پاکستان په اسلام‌آباد کې د يوناما استازو سره د سیمه‌ییزې امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، او بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې

February 12, 2026

مذهبي علماو د نور ولي د مذهبي مقام ادعا رد کړې، او د هغه د خوارج افراطي نظریاتو د خپرونکي په توګه د ټي ټي پي مشر بربنډ کړ

February 12, 2026

د شیخ حسینه واجد د آمریت د ختمېدو وروسته، نن په بنګله دیش کې لومړي عمومي انتخابات ترسره کېږي

February 12, 2026

عدالت: عمران خان ته دې د سترګو د متخصص ډاکټر او زامنو سره د ټیلیفوني تماس اسانتیا ورکړل شي، حکومت ته د ۱۶ فبروري مهلت ورکړل شو

February 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *