تازه خبرونه

په سفارتي او ملټري سطح د پاکستان مهمه کاميابي،اسلام آباد کښې د امريکې او سيمې د ملکونو پوځي مشرانو کانفرنس، ترهه ګرۍ خاتمے لپاره پوځي تعاون باندې اتفاق شوے

پاکستان ۔ امريکې ترمينځ پوځي تعاون کښې په غوره خدماتو د سينټ کام مشر جنرل مائيکل اي کوريلا له نشان امتياز(ملټري) اعزاز ورکړي شوے
په سفارتي او ملټري سطح د پاکستان مهمه کاميابي،اسلام آباد کښې د امريکې او سيمې د ملکونو پوځي مشرانو کانفرنس، ترهه ګرۍ خاتمے لپاره پوځي تعاون باندې اتفاق شوے

ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د کوششونو اعتراف

آئي ايس پي آر ترمخه د پاکستان کوربتوب کښې شپږ ملکي ريجنل چيفس آف ډيفنس سټاف کانفرنس شوېدے چې پکښې د پاکستان نه علاوه د امريکې،ازبکستان،قازقستان،تاجکستان او کرغزستان پوځ مشرانو شرکت کړې وو۔ رابطې مضبوطولو او امن قائمولو په موضوع شوې د دې کانفرنس مقصد د ترهه ګرۍ د خاتمے،سلامتيا متعلق تعاون نور مضبوطول،د شپږ واړو ملکونو ترمينځ تربيتي پروګرامونو ته وده ورکول او دفاعي شعبو کښې د يو بل د تجربو نه فائده پورته کول وو۔ کانفرنس کښې د سيمې د سيکيورټۍ صورتحال، مينځني او جنوبي ايشيا کښې تيزې سره بدل شوې تزويراتي ماحول او مشترکه تربيتي اقداماتو نه علاوه په نورو مهمو معاملو خبرې شويدي۔ د کانفرنس ګډون والو د امن،د قامي خپلواکۍ احترام ،سخت دريزې،د سائبر خطرو او نور چيلنجونو په شريکه مقابله کولو باندې اتفاق کړېدے ۔ پوځي مشرانو دفاعي سفارتکارۍ ته وده ورکولو لپاره دا کانفرنس ډير مهم ګرځولي دے او د کانفرنس د کامياب انعقاد او د پوځي مشرانو ميلمتوب کولو باندې ئې د پاکستان د کردار ستائينه کړيده ۔

چيلنجونو مخ نيوي لپاره سيمې ملکونو تعاون ضروري دې،فيلډ مارشل

فيلډمارشل عاصم منير دې کانفرنس ته وينا کړے او کانفرنس له راغلي پوځي مشرانو هرکلي ئې کړېدے ۔ خپله وينا کښې فيلډ مارشل د سيمې د امن او څوکالۍ لپاره د پاکستان کردار جاري پاتي کيدو عزم کړېدے ۔ د هغه وينا وه چې په داسې وخت چې د سيمې ملکونو د پولو د خطرو،پيچيده هائبرډ چيلنجونو سره مخ دے د ريجنل چيفس آف ډيفنس سټاف په رنګ کانفرنسونه، ډائيلاک، خپل مينځي تعاون د نور هم سيوا کولو ضرورت دے ۔ فيلډ مارشل زياته کړه چې د هر قسم خطرو او چيلنجونو نه محفوظ او څوکاله سيمې لپاره به پاکستان ټولو ملکونو سره په شريکه کار کوي ۔

امريکني سينټکام چيف له نشان امتياز اعزاز

د آئي ايس پي آر لخوا يو بل جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د پاکستان په دوره راغلي د امريکې د سنټرل کمانډ مشر جنرل مائيکل اي کوريلا له نشان امتياز(ملټري ) اعزاز ورکړي شوېدے۔ امريکني جرنيل له دا اعزاز د سيمې امن او استحکام او د پاکستان او امريکې ترمينځ سټريټجکي دفاعي اړيکې پراخه کولو کوششونو په صله کښې ورکړي شوېدے ۔ آئي ايس پي آر بيان ترمخه جنرل کوريلا د پاکستان او امريکې ترمينځ د باهمي اعتماد،دفاعي تعاون او د ترهه ګرۍ مخ نيوي په شعبه کښې د پاک پوځ او سينټکام ترمينځ شراکت دارۍ سيوا کولو کښې مهم رول ادا کړېدے پاکستان د هغه د خدماتو ستائينه کوي او د پاکستان اعلي عسکري اعزاز امتياز ملټري جنرل کوريلا له ورکول د هغه د خدماتو اعتراف دے۔ ايوان صدر ته په راتګ د پاکستان درې واړو پوځونو دستے د سينټکام مشر جنرل کوريلا ته ګارډ آف آنر وړاندې کړې وو ۔ د خپلې دورې په مهال د سينټکام چيف د صدر مملکت آصف علي زرداري،چيف آف آرمي سټاف فيلډمارشل عاصم منير نه علاوه نور اعلي پوځي چارواکو سره ملاقاتونه کړي وو او ورسره ئې د دواړو ملکونو ترمينځ دفاعي اړيکو،د ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کړي وې

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *