تازه خبرونه

هند خلاف بيان مرصوص آپريشن تاريخي ګټه وه،د اولس په ملاټر مو دښمن له عبرت ناک شکست ورکړي وو،ډي جي آئي ايس پي آر

کشمير د پاکستان د وجود برخه ده،د شمير يو څو ترهه ګر د بلوچستان او پاکستان ترقۍ کښې خنډان نشي جوړيدې، ليفټنټ جنرل احمد شريف
هند خلاف بيان مرصوص آپريشن تاريخي ګټه وه،د اولس په ملاټر مو دښمن له عبرت ناک شکست ورکړي وو،ډي جي آئي ايس پي آر

کشمير د پاکستان د وجود برخه ده او آئنده به هم وي، پاک پوځ ترجمان

ډي جي آئي ايس پي آر ليفټنټ جنرل احمد شريف د لاهور کنګ ايډورډ ميډيکل يونيورسټۍ دوره کړېده او طالب علمانو ته ئې د ملک سيکيورټۍ صورتحال ، د هند خلاف بنيان مرصوص آپريشن په کاميابۍ او د ملک دفاع لپاره د پاک پوځ په حکمت عملۍ خبرې کړيدي ۔ ليفټنټ جنرل احمد شريف ووئيل چې معرکه حق آپريشن کښې کاميابي د اولس او په خصوصي توګه د ځوان کول د مرستو بغير ناممکن وه ۔ د پاک د ترجمان وينا وه چې کشمير د پاکستان شه رګ دے او آئنده به هم وي ۔

د ملک دښمنه عناصرو ټول عزائم به ناکامه کوؤ،پاک پوځ ترجمان

طالب علمانو ته د وينا په مهال ډي جي آئي ايس پي آر د ملک امنيتي صورتحال او فتنه هند مرستيالو خلاف د عملياتو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې د شمير يو څو ترهه ګر د بلوچستان او پاکستان د ترقۍ او څوکالۍ لار نشي نيولي د ملک نه به هر حال کښې ترهه ګري ختمولې شي ۔ د بلوچستان د حالاتو په حواله د پاک پوځ ترجمان ووئيل چې د بلوچستان اولس پاکستان سره د مذهب،کلتور،تاريخ او روايت په رشتو کښې تړلي شويدي،ملک دښمنه عناصر ملک سره د بلوچيانو دغه تړون نشي کمزورې کولے۔ د کنګ ايډورډ ميډيکل کالج طالب علمانو آپريشن بنيان مرصوص دوران دښمن ته غاښ ماتې جواب ورکولو او په دې تاريخې ګټه پاک پوځ ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړيدي او د آئنده لپاره ئې هم د داسې غونډې منعقد کولو باندې زور راوړېدے ۔

Related Articles

پاکستان په اسلام‌آباد کې د يوناما استازو سره د سیمه‌ییزې امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، او بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې

February 12, 2026

مذهبي علماو د نور ولي د مذهبي مقام ادعا رد کړې، او د هغه د خوارج افراطي نظریاتو د خپرونکي په توګه د ټي ټي پي مشر بربنډ کړ

February 12, 2026

د شیخ حسینه واجد د آمریت د ختمېدو وروسته، نن په بنګله دیش کې لومړي عمومي انتخابات ترسره کېږي

February 12, 2026

عدالت: عمران خان ته دې د سترګو د متخصص ډاکټر او زامنو سره د ټیلیفوني تماس اسانتیا ورکړل شي، حکومت ته د ۱۶ فبروري مهلت ورکړل شو

February 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *