تازه خبرونه

نه خو انضمام ختموو او نه ایف سي ار واپس عملي کوو: اعلامیه

په حکومتي اعلامیه کښې ویل شوي چې نه د پخوانۍ فاټا د انضمام ختمول په نظر کښې دي، نه د ایف سي آر بيا بحالول کوو او نه هم د کومې نوي آئيني ترميم مسوده تيارېږي.
نه خو انضمام ختموو او نه ایف سي ار واپس عملي کوو: اعلامیه

حکومت په اعلامیه کښې ویلي دي دوی غواړي چې په قبایلي سیمو کښې هم پرمختګ وشي او لکه د نورو سیمو دې سیمو اولس ته هم اسانتیاوې برابرې شي

اسلام آباد: وړمه ورځ په پایه تخت اسلام آباد کښې په خيبر پښتونخوا کښې ضم شوې قبايلي ضلعو کښې د جرګې سسټم ښه موثر کولو، قبایلي اولس ته زر انصاف رسولو او د سول ادارې د پياوړتيا لپاره د حکومت لوري جوړه شوې یو لوړپوړې کميټۍ غونډه وشوه چې د کمیټۍ مشرانو پکښې برخه واخسته

دغه غونډه چې د وفاقي وزير امير مقام په مشرۍ کښې ترسره شوه، پکې د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي، د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د کورنيو چارو د مملکت وزير طلال چوهدري، د کشمير چارو سيکرتري ظفر حسن، د کورنيو چارو خاص سيکرتري داؤد بړېچ، د اوورسيز سيکرتري، پخوانی چيف سيکرتر شکیل دراني، او د خيبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل (آئي جي) په ګډون د بېلا بېلو وزارتونو لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړه

د حکومتي کمیټۍ مشرانو غونډې نه وروسته په خپاره شوې اعلاميه کښې دا اوویل چې نه د پخوانۍ فاټا د انضمام ختمول په نظر کښې دي، نه د ایف سي آر بيا بحالول کوو او نه هم د کوم نوي آئيني ترميم مسوده تيارېږي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې په سیاسي حلقو کښې او په رسنیو داسې خبرونه راغلل چې حکومت د پخوانۍ فاټا ځانګړې حیثیت بیا بحالی ، په دې اړه بیلا بیل سیاسي مشرانو غبرګونونه هم راغلل او وې ویل چې دوی به دا کله هم و نه مني چې د قبایلي سیمو په صوبه کښې انضمام واپس کړي

د حکومتي کمیټۍ اعلامیه ترمخه د فاټا انضمام او ایف سي آر بیا بحالولو په اړه په دې اړه خپرېدونکې ټولې اوازې او ګونګوسي بې بنسټه او د خلکو د تېر ايستلو لپاره یو هڅه اوبلل شوه

په اعلامیه کښې اوویل شوم چې د کميټې اصل هدف دا دی چې د ضم شويو ضلعو اولس ته زر او ارزانه انصاف ورکړل شی او د هغوی پرمختګ او خوشحالي يقيني کړي او د پرېکړو په کولو کښې هغوی ته انصاف ورکړل شی

اعلاميه کښې دا هم ويل شوي چې
څرنګه چې دغه ضلعې اوس د خيبر پښتونخوا برخه دي، نو د کميټۍ سپارښتنې به صوبايي حکومت ته وړاندې شي ترڅو چې ضم شويو سیمو ته د نورو پرمختللو علاقو په شان سهولتونه ورکړل شي او په دې سیمو کښې انتظامي او عدالتي سسټم ښه فعال کړې شي

دلته یو ځل بیا باید چې یادونه وشي چې د فاټا انضمام واپس کولو په اړه ددې سیمو سیاسي مشرانو دا خبرې او پریکړه رد کړې وه چې د فاټا انضمام دې واپس کړې شي

مشرانو ویلي وو چې دوی به کله هم دې ته تیار نه شي چې په قبایلي سیمو کښې هغه پخوانۍ سسټم بیا بحال کړي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *