تازه خبرونه

پاکستان بنګله ديش تعلقاتو کښې مهم پرمختګ، ويزه فري انټري او سيکيورټي تعاون باندې اتفاق شوے

داخله وزير محسن نقوي د بنګله ديش دوره،دواړو ملکونو اړيکې پراخه کولو عزم کړېدے
پاکستان بنګله ديش تعلقاتو کښې مهم پرمختګ، ويزه فري انټري او سيکيورټي تعاون باندې اتفاق شوے

داخله وزير محسن نقوي بنګله ديش دوره او مهم ملاقاتونه

داخله وزير محسن نقوي ډهاکه کښې د بنګله ديش د هم منصب ليفټنټ جنرل(ر) جهانګير عالم چودهري سره ملاقات کړېدے او ورسره ئې د دواړو هيوادونو ترمينځ تعلقاتو پراختيا،مختلف شعبو کښې تعاون او د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال خبري کړيدي ۔ دواړو وزيرانو په سفارتي او سرکاري پاسپورټونو فري ويزا انټري سهولت ورکولو باندې اتفاق کړېدے ۔ د دواړو ملکونو پوليسو مشترکه ټريننګ،د نشي موادو او انساني سمګلنګ د مخ نيوي او د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره سيکيورټي تعاون باندې هم اتفاق رائے شويده ۔ د بنګله ديش داخله وزير د محسن نقوي د دورې هرکلي کړې او وئيلي ئي دي چې دا دوره به د دواړو ملکونو ترمينځ د تعلقاتو د نوي دور آغاز ثابت شي ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ تعلقاتو ته وده ورکولو په معاملو هم د خيالاتو بدلون شوېدے دې سلسله کښې دوه اړخيزه تعاون ته وده ورکولو لپاره مشترکه کميټۍ هم جوړه کړي شويده ۔ سيکيورټي شعبه کښې تعاون مخ په وړاندې بوتلو لپاره د بنګله ديش اعلي پائې وفد پاکستان ته د ليږلو فيصله شويده ۔ د دواړو ملکونو د وزيرانو د ملاقات نه مخکښې محسن نقوي ته ګارډ آف آنر هم پيش کړي شوي وو ۔

پاکستان ۔ بنګله ديش تعلقاتو کښې پرمختګونه

تيرکال اګست مياشت کښې د بنګله ديش وزيراعظم حسينه واجد حکومت د ختميدو نه پس د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ تعلقات مضبوط شويدي،د بنګله ديش عبوري حکومت سربراه ډاکټر محمد يونس د اقتدار سنبهالولو نه پس د پاکستان بشمول د نړۍ ټولو ملکونو سره ښه تعلقات د قائمولو عزم کړي وو،د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ د رابطو او اړيکو پراختيا لپاره د بنګله ديش د پوځ پرنسپل سټاف آفسر ليفټنټ جنرل ايس ايم قمر جنورۍ مياشت کښې د پاکستان دوره کړي وه او د فيلډمارشل عاصم منير سره ئې ملاقات کړي وو، دواړو پوځي چارواکو دفاع بشمول نورو شعبو کښې تعاون او دوه دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات نور هم مضبوطولو لپاره د رابطه او دورې کولو باندې اتفاق کړې وو۔ بنګال د پاکستان نه جدا کيدو نه پس کال 1971 راهسې د دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات څه ډير ښه نه وو ولې د بنګله ديش پخوانې وزيراعظمې شيخ حسينه واجد په دور حکومت کښې د هند واکمنو د سازشونو لوجې دا تعلقات نور هم خراب شوي وو ۔

Related Articles

د زده کړو حق د هیچا نه اخیستل کېدای نشي؛ افغان نجونې لا هم د تعلیم او ازادۍ لپاره مبارزه کوي. ستاسو ملاتړ د هغوی راتلونکی رڼا کوي

March 8, 2026

اجمل سهیل د هندوستان-اسرائیل په رسنیو کې د افغان شنونکي په توګه وړاندې کېږي څو د پاکستان ضد روایتونه خپاره کړي او د سیمه‌ییزو بحثونو په اغېز کې برخه واخلي

March 8, 2026

پاکستان د نړیوالو تېلو د نرخونو د زیاتوالي سره سره د سون توکو د بیو لوړوالی محدود کړی، ترڅو مصرف کوونکي د لوړیدونکو نړیوالو نرخونو له بشپړ اغېز څخه خوندي وساتي

March 8, 2026

په ميرانشاه کې د ځانمرګي برید له ځوان بریدګر سره د وسله‌والو ډلو لخوا د ماشومانو د کارونې په اړه نوې امنیتي اندېښنې راپورته شوې

March 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *