تازه خبرونه

ټرمپ نن بیا مودي سرکار پسې ټوقې کړي

څلور ورځې وړاندې هم د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ په خپله وینا کښ ویلي وو چې پاکستان د هند ۵ پينځه جیټ الوتکې را اوغورځولې

1 min read

ټرمپ نن بیا مودي سرکار پسې ټوقې کړي

د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لوري د هند پینځه الوتکو راغورځولو کښې هند لپاره لوی سبق او اشاره ده چې هند دې پاکستان سره د جنګ پیل کولو غلطي بیا کله هم و نه کړي

July 23, 2025

د پاکستان او هند ترمینځ د مي په میاشت کښې د نړۍ لوې او اوږد فضایی جنګ په مهال د پاکستان ځواکونو د هند ۵ پینځه الوتکې را نسکورې کړې چې د راپورونو له مخې درې جیټ الوتکې پکښې د فرانس جوړې شوې رافیل جنګي الوتکې هم وې او د فرانسوي الوتکو د رانسکورول تاید د فرانس امینتي چارواکو هم کړې وو

څو ورځې وړاندې هم ټرمپ په خپله وینا کښې ویلي وو چې د پاکستان فضایی ځواک له لوري ۵ پینځه د هند جنګي الوتکې رانسکورې کړې وې

دفاعي کارپوهان وایی چې د ټرمپ په دې وینا او پیغام کښې د هند مودي حکومت لپاره یو لوی پیغام دې او هغه دادې چې د نړۍ یو قوي طاقت د امریکا اولس مشر وایی چې پاکستان د هند پینځه جنګي الوتکې راغورځولې وې، پوهان زیاتوي چې دا پیغام څرګندوي چې باید هند بیا داسې غلطي و نه کړي کړې چې په پاکستان کوم فضایی ی ځمکي برید وکړي ځکه پاکستان یو اټومي قوت لرونکې هیواد دې او هغه کولې شي چې هند ته ماتې ورکړي

نن په ټویټر یو ځل بیا د ټرمپ وینا خپره شوې ده او هغه وایی چې پاکستان د هند ۵ جنګي الوتکې راغورځولې وې چې د هند لپاره یو ښکار پیغام دې

په یو ټي وي چینل ټرمپ وایی چې پاکستان او هند دوه اټومي هیوادونه دي او دا د ډیرې اندیښنې خبره وه چې دوه اټومي هیوادونه په جنګه وي

هغه وایی چې پاکستان د هند ۵ پینځه جیټ الوتکې رانسکورې کړې او دا د ډیرې اندیښنې خبره ده ځکه دا جنګ ډیر خطرناک وو

په داسې وخت کښې چې ټرمپ د یو قسم ټوقو په انداز کښې په هند نیوکې کوي چې پاکستان ی ۵ جنګي الوتکې راغورځولې وې، د هند پارلیمان څخه هم داسې راپورونه په رسنیو کښې خپاره شوي دي چې د مودي حکومت د پارلیمان غړو له اجازه نه ورکوي چې د سندور اپریشن په اړه خبرې وکړي

په پارلیمان کښې په سندور اپریشن د خبرو اجازه نه ورکولو څه مقصد دې؟

ښکار خبره ده چې هند د مي په جنګ کښې د پاکستان لوري غاښ ماتي شکست سره مخ شوې دې او هندي رسنیو هم دا نړۍ څخه پټوي چې هند په جنګ کښې ماتې خوړلې خو دا نړۍ ولیدل چې پاکستان د مي په جنګ کښې هند ته ماتې ورکړه او دا ورله راتلونکي لپاره یو لوی سبق ورکړو چې دوی بیا د پاکستان په لور په کږه سترګه و نه ګوري

Related Articles

زهران ممدانی د امریکه نیویارک ښار مسلمان ښاروال ټاکل شوې دې کوم چې د امریکه اولس مشر سره د سیاسي او اقتصادي سوچ په میدان کې تضاد لري

November 7, 2025

افغان طالبان خپل ژمنې ماته وي چې له امله ی د سیمې امنیت په اړه سختې اندیښنې را پورته شوي دي

November 7, 2025

د ملګرو ملتونو د نشه ی توکو په ضد کارکوونکې ادارې ویلي افغان طالبانو حکومت له نشه ی توکو کاروبار سره ژور تړاو لري

November 7, 2025

نن د جمعې مونځ وروسته به د افغان طالبانو لوري ځواب راځي، سرچینې

November 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *