تازه خبرونه

پاک ۔ امريکه تعلقات ، پاکستان او امريکې د خارجه وزيرانو ترمينځ ملاقات د جمعے په ورځ شيډول ،په مهمو معاملو به خبرې کيږې

اسحاق ډار ۔ مارکو روبيو ملاقات کښې به دکشمير شخړې په معامله هم خبرې کيږي،ټيمي بروس
پاک ۔ امريکه تعلقات ، پاکستان او امريکې د خارجه وزيرانو ترمينځ ملاقات د جمعے په ورځ شيډول ،په مهمو معاملو به خبرې کيږې

اسحاق ډار ۔ روبيو ملاقات،کشمير په معامله خبرې کيږي، ټيمي بروس

نيويارک کښې د سلامتي کونسل د اجلاسونو مشري کولو او د متحده قامونو د مشرانو سره مهم ملاقاتونه کولو نه پس خارجه وزير اسحاق ډار د امريکې دورې په دوئم پړاؤ کښې به واشنګټن ډي سي ته ځي او امريکني چارواکو سره به ملاقاتونه کوي ۔ اسحاق ډار به د جمعے په ورځ د امريکني هم منصب مارکو روبيو سره ليده کاته کوي او ورسره به د دواړو ملکونو اړيکو،دوه اړخيزه تعاون او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کوي ۔ د امريکې خارجه محکمې ترجمانې ټيمي بروس هم د دواړو ملکونو د خارجه وزيرانو د ملاقات تصديق کړېدے ۔ د دواړو ملکونو د خارجه وزيرانو ترمينځ دا وړومبې ملاقات دے،د ملاقات دوران به ترهه ګرۍ خلاف خلاف جنګ کښې مشترکه حکمت عملۍ او د دواړو ملکونو ترمينځ تجارتي معاهدې په معاملو به هم خبرې کيږي ۔

د کشمير مسئله او د امريکې د ثالثې کردار

واشنګټن کښې پريس بريفنګ ته وينا په مهال د امريکي د خارجه محکمې ترجمانې ټيمي بروس وئيلي دي چې صدر ټرمپ د کشمير مسئله حل کولو کښې د دريم ګړي کردار ادا کولو وړانديز کړېدے هم دې سلسله کښې د پاکستان او امريکې خارجه وزيران ملاقات کوي، د يو خبريال د پوښتنې په جواب کښې ټيمي بروس ووئيل چې د پاکستان او هند معاملاتو نه امريکه ښه خبر ده او دا معاملات به څنګ مخ په وړاندې بوتلل وي په دې حواله د مارکو روبيو او اسحاق ډار ملاقات خصوصي اهميت لري چې پکښې د دواړو ملکونو اعلي چارواکي به هم موجود وي ۔ ټيمي بروس د اسحاق ډار او مارکو روبيو د ملاقات د ايجنډې په حواله څه نه دي وئيلي امکان دے چې دې ملاقات کښې به د پاکستان او هند ترمينځ د تاؤ تريخوالي د خاتمے او د کشمير د مسئلې د حل لپاره دواړو ملکونو خپل خپل تجاويز او وړانديزونه يوبل سره شريک کړي ۔ د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندۍ کښې امريکني صدر ټرمپ خصوصي کردار ادا کړي وو، هغه په دواړو ملکونو زور راوړې وو چې د کشمير بشمول په ټولو مسئلو دې مذاکرات وکړي او دې سلسله کښې هغه د دريم ګړي کردار ادا کولو له هم تيار دے ۔

Related Articles

د عبدالبصیر جنجالي وینا په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي؛ شنونکي وایي دا ډول څرګندونې د سیمې د امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي

March 11, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *