تازه خبرونه

د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف قلات کښې عمليات جاري، څلور نور ترهه ګر وژلې شويدی

د بلوچستان امن او استحکام کښې خنډان پورته کونکي د هند پراکسيز عزائم به هر حال کښې ناکامه کوؤ ،آئی ايس پی آر
د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف قلات کښې عمليات جاري، څلور نور ترهه ګر وژلې شويدی

قلات آپريشن،فتنه هند مرستيال ترهه ګر وژلی شويدی

د آئی ایس پی آر لخوا جاري شوي بیان ترمخه د بلوچستان په قلات علاقه کښې د شرخوښو خلاف کارروائی دوام لري. بيان کښې وئيلي شويدی چې د هند پراکسيز ترهه ګرو خلاف د مکمل خاتمے لپاره قلات او خواؤ شا علاقو کښی لټونی عملیاتو دوران څلور نور ترهه ګر وژلی شويدی،د سيکيورټی اهلکارو د آپريشن دوران د شرخوښو ټهکانے هم تباه کړی شويدي او په لوئی شمير کښې وسله او بارودي مواد قبضه کښې اخستی شويدی.ډ آئی ایس پی آر بيان کښې زياته کړې شويده چې دوه ورځې مخکښې هم امنيتي ځواکونو د فتنه هند څلور مرستیال ترهه ګر وژلي وو. د آئی ایس پی آر بيانيه کښې د دې عزم اظهار شويدے چې سيکيورټی اهلکار به د قام په مرسته د بلوچستان امن، استحکام او پرمختګ ته زيان رسونکي د هند د پراکسيز ټول کوششونه ناکامه کوی.

ترهه ګری به هر حال کښې ختموؤ،صدر . وزيراعظم

صدر مملکت آصف علي زرداری ، وزير اعظم شهباز شريف او داخله وزير محسن نقوی بشمول نور حکومتی چارواکو په قلات کښې د سيکيورټی اهلکارو د کامياب عملياتو ستائينه کړيده ، خپل بيانونو کښې صدر او وزيراعظم وئيلي دی چې د ملک دفاع او تحفظ لپاره د امنيتي اهلکارو قربانۍ او کوششونه به چرې هم ضائع نشی. د ملک دښمنه عناصرو خاتمه کول د حکومت وړومبي ترجيح ده. د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف به کارروائۍ جاري وي.

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *