تازه خبرونه

کابل:پاکستان ۔ افغانستان کورنيو چارو وزيرانو ملاقات، پولو سيکيورټۍ بشمول په مهمو معاملو خبرې شوي

پاکستان او افغانستان د پولو سيکيورټۍ او نشي موادو مخنيوي لپاره مشترکه کوشش کولوباندي اتفاق کړے

1 min read

کابل: محسن نقوي ۔ سراج الدين حقاني ملاقات

داخله وزير محسن نقوي د افغانستان دوره او مهم ملاقاتونه

July 20, 2025

دوه اړخيزه اړيکو،نشه اي موادو سمګلنګ مخ نيوي لپاره مشترکه کوششونو باندې اتفاق شوي

وفاقي داخله وزير محسن نقوي سره د اعلي پائي پائي وفد د کابل يو ورځنې دوره کړي وه او د خپل افغان هم منصب سراج الدين حقاني سره ئي ملاقات کړي وو ۔ د افغان کورنيو چارو وزارت د وياند عبدالمتين قانع د بيان ترمخه سراج حقاني د پاکستان د کورنيو چارو وزير او د هغه د وفد د کابل د سفر هرکلي وکړو او د دواړو هيوادونو دولتي چارواکو ترمينځ د رابطو او ملاقاتونو ستائينه ئې وکړه وي وئيل چې دې سره به د دواړو ګاونډي ملکونو تعلقات نور هم قوي شي ۔ دواړو مشرانو د پولو سيکيورټۍ صورتحال، نشي موادو د مخ نيوي د منطقې او نړۍ په حالاتو هم خبرې وکړي او يو بل سره ئې خپل خپل نظرونه او تجويزونه شريک کړل ۔

پاکستان نه افغان کډوالو سره د ښه چلن مطالبه

د دواړو ملکونو د کورنيو چارو وزيرانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ پاکستان کښې ميشته د افغان کډوالو په مشکلاتو او پاکستاني حکومت له لوري افغان مهاجرين خپل هيواد ته واپس ليږلو په معامله هم په تفصيل سره خبرې وشوے ۔ سراج الدين حقاني د پاکستان په مختلف جيلونو کښې بنديوان افغانانو او کيمپونو کښې ديره مهاجرينو د ستونزو او دوي سره د بد سلوک د شکايتونو معامله خپل هم منصب محسن نقوي سره پورته کړيده ۔ د سراج حقاني وينا وه چې پاکستان او افغانستان نه صرف دوه ګاونډي مسلمانان هيوادونه دي بلکه زمونږ نور هم ډير مشرکات لرو بايد چې پاکستان د کډوالو او قيديانو سره ښه سلوک وکړي او د دوي ټول مشکلات دې ختم کړي ۔

پاک افغان پولو امنيت ۔ نشي موادو مخ نيوي ژمنه

افغان کورنيو چارو وزارت وائي چې د پاکستاني وزير محسن نقوي او سراج الدين حقاني ترمينځ شوي ملاقات کښې د دواړو هيوادونو شريکې پولې د سيکيورټۍ او د مخادره موادو پرضد مبارزۍ په معاملو هم د خيالاتو بدلون شوېدے، سراج حقاني خپل هم منصب سره د خبرو په مهال په پاک افغان پولو د تاجرانو او د خلکو تګ راتګ کښې وخت په وخت رامخې ته کيدونکې ستونزې په مکمله توګه له مينځه اوړولو خواست کړېدے ۔ او وئيلي ئي دي چې د دواړو هيوادونو ترمينځ مسائل او په بے باورۍ بشمول نور مشکلات د خبرو او مذاکراتو د لارې حل کيدل پکار دي ۔ داخله وزير محسن نقوي په دې موقع ووئيل چې پرامن افغانستان د پاکستان او ټولې منطقې په مفاد کښې دے،د سيمې د امن او څوکالۍ او د نشي اي موادو د سمګلنګ د مخ نيوي لپاره دوه اړخيزه همکاري مهمه ده پاکستان د دې ټولو ستونزو د حل کولو لپاره افغان دولت سره په شريکه کار کولو له تيار دے ۔ محسن نقوي خپل هم منصب له باور ورکړو چې افغان تاجرانو او عامو وګړو ته پاکستان کښې څه قسم مشکلات هم رامخې ته وي حکومت به د دې د ختمولو هر ممکن کوشش کوي ۔

Related Articles

د دوحه تړون وړاندې او له دې وروسته د پاکستان افغان طالبانو وړاندې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو په ضد دریځ روښانه دې چې ددوی په ضد دې اقدام وشي

November 7, 2025

زهران ممدانی د امریکه نیویارک ښار مسلمان ښاروال ټاکل شوې دې کوم چې د امریکه اولس مشر سره د سیاسي او اقتصادي سوچ په میدان کې تضاد لري

November 7, 2025

افغان طالبان خپل ژمنې ماته وي چې له امله ی د سیمې امنیت په اړه سختې اندیښنې را پورته شوي دي

November 7, 2025

د ملګرو ملتونو د نشه ی توکو په ضد کارکوونکې ادارې ویلي افغان طالبانو حکومت له نشه ی توکو کاروبار سره ژور تړاو لري

November 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *