تازه خبرونه

د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف کامياب عمليات، ملاکنډ او قلات کښې ۱۳ ترهه ګر وژلي شوي

خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې عمليات، ۱۳ ترهه ګر وژلي شويدي

1 min read

ملاکنډ او قلات کښې کارروائي،۱۳ فتنه هند مرستيال وژلي شوي

د هند پراکسي ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز ګټه ور عمليات

July 20, 2025

ملاکنډ کښې د ترهه ګرو خوندي مرکزونه له مينځه اوړلي شويدي،آئي ايس پي آر

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيانونو ترمخه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې سيکيورټي اهلکارو د هند پراکسي ترهه ګرو خلاف ګټه ور عمليات کړيدي ۔ بيان کښې وئيلي شويدي چې ملاکنډ ضلع کښې پاک پوځ د پوليسو، ليويز، سي ټي ډي او مقامي انتظاميې سره په ګډه د شرخوښو خلاف کارروائي کړيده کومې چې څلور ورځو پورې جاري وه ۔ د کامياب عملياتو لوجې سيکيورټي فورسز د فتنه هند نهه مرستيال ترهه ګر وژلي دي او اته ئې ګرفتار کړيدي ۔ د عملياتو دوران د شرخوښو دوه ټهکانې هم په بشره توګه تباه شويدي ، وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه وسله او چاودونکي مواد برآمد شويدي ،فتنه هند مرستيال ترهه ګر د بدامنۍ په بيلا بيلو واقعاتو کښې ککړ وو، د سيمې خلکو د شرخوښو خلاف د سيکورټي فورسز د کارروائۍ ستائينه کړې او د امن بحال ساتلو لپاره ئې قانون نافذ کونکي ادارو سره د هرقسم تعاون باور ورکړيدے ۔ په داسې مهال چې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو په خصوصي توګه شمالي او جنوبي وزيرستان کښې د ترهه ګرۍ بريدونو کښې تير څو ورځو راهسې سيوا والې راغلې دے د ملاکنډ په درګۍ علاقه کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز عمليات ګټه ور بللي کيږي ۔

بلوچستان کښې ترهه ګرو خلاف دائره تنګ

بلوچستان کښې هم سيکيورټي اهلکارو د فتنه هند مرستيال شرخوښو او ملک دښمنه عناصرو په ضد عمليات سيوا کړيدي او تير څو ورځو راهسې ئې د کالعدم تنظيم بي ايل اے ګڼ شمير ترهه ګر وژلي او ژوبل کړيدي ۔ آئي ايس پي آر ترمخه د بلوچستان په قلات سيمه کښې د فتنه هند سره تعلق لرونکي ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع سيکيورټي فورسز لټوني آپريشن کړېدے۔ د کارروائۍ دوران ډزو په تبادله کښې څلور ترهه ګر وژلي شويدي۔ د وژلي شوي کسانو نه وسله ،ګوله بارود او چاودنکي مواد ترلاسه شويدي ۔ علاقه کښې د نورو ترهه ګرو د خاتمے لپاره د سيکيورټي فورسز آپريشن جاري دي ۔

ترهه ګري به هرحال کښې ختموؤ، صدر او وزيراعظم

صدر مملکت آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف،داخله وزير محسن نقوي،ګورنرانو او وزرائے اعلي په ملاکنډ او قلات سيمو کښې د هند پراکسي ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده ۔ خپل بيانونو کښې صدر زرداري او وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور په مکمله توګه ختمول د حکومت وړومبې ترجيح ده، حکومتي مشرانو بيان ترمخه د ترهه ګرۍ خلاف ټول اولس د سيکيورټي فورسز په شا ولاړ دي ډير زر به ملک نه د ترهه ګرۍ جرړې ختم کړو ۔

Related Articles

په مردان کې د کرونده ګرو کنونشن شوې، د نوې هایبرډ تخمونو په وسیله په خیبر پښتونخوا کې د جوارو تولید لس لکه ټنه زیات شوی

November 10, 2025

د پی‌ ټي ‌ای د رسنیو د ټیم د غړي پر ضد د دولتي ادارو پر ضد څرګندونو له امله قضیه ثبت شوې ده

November 10, 2025

د افغانستان په هرات کې د ښځینه لپاره فعالانو د طالبانو د اجباري حجاب امر پر ضد برقي سوځولي دي

November 10, 2025

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *