تازه خبرونه

پاکستان او يورپي يونين ترمينځ سياسي مذاکرات،دوه اړخيزه تعاون او د منطقې سيکيورټۍ په معاملو غور

پاکستان او يورپي يونين ترمينځ برسلز کښې مهم مذاکرات شوي
يورپي يونين د منطقي امن لپاره د پاکستان کردار ستائينه کړې

پاکستان او يورپي يونين ترمينځ برسلز کښې مهم مذاکرات شوي

يورپي يونين د سيمې امن بحالۍ او ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پاکستان کوششونه ستائيلي دي

خارجه دفتر ترمخه د پاکستان او يورپي يونين ترمينځ د سياسي مذاکراتو لسم پړاؤ برسلز کښې شوې وو چې پکښې سيکرټري خارجه آمنه بلوچ د پاکستان د وفد او د يورپي يونين ډپټي سيکرټري جنرل اولو سکوګ د خپل وفد مشري کوله ۔ د مذاکراتو په مهال د پاکستان او يورپي يونين ترمينځ اړيکو پراختيا او مختلف شعبو کښې تعاون او د سيمې په صورتحال
خبرې شويدي ۔ ملاقات په مهال د پاکستان او يورپي يونين سټريټجک انګيجمنټ پلان( ايس اي پي) باندې عمل درآمد يقيني کولو د عزم اظهار شوېدے او دواړو فريقينو ترمينځ د رابطو او ملاقاتونو سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق شوېدے ۔ د مذاکراتو دوران د پاکستان خلاف د هند جارحيت په معامله هم خبرې شوېدي،آمنه بلوچ د مقبوضه کشمير صورتحال او د هند واکمنو لخوا په کشمريان روان ظلمونو او د بشري حقونو خلاف ورزۍ معامله هم د يورپي يونين د وفد سره پورته کړيده ۔ دواړو فريقينو د منطقې امن لپاره ټولې شخړې د مذاکراتو او سفارتکارۍ د لارې حل کولو باندې زور راوړېدے، د مذاکراتو دوران د يورپي يونين وفد د فلسطنيانو خلاف اسرائيلي جارحيت کښې اضافه باندې د تشويش اظهار کړېدے او دواړو فريقينو ته ئې د جنګ بندۍ اپيل کړيدے۔ د يورپي يونين يونين ډپټي سيکرټري جنرل اولو سکوګ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ او د سيمې امن او استحکام لپاره د پاکستان د کوششونو ستائينه کړيده او وئيلي ئي دي چې يورپي يونين به د ترهه ګړۍ، نشي موادو د مخ نيوي لپاره پاکستان سره خپل همکارۍ جاري ساتي۔
د ملاقات دوران دواړو فريقينو دوه اړخيزه اړيکو ته پراختيا ورکولو لپاره اووم سټريټجک ډائيلاک منقد کولو د خواهش اظهار کړېدے او فيصله شويده چې د سياسي مذاکراتو يوؤلسم اجلاس به راتلونکي کال په اسلام آباد کښې کيږي ۔

Related Articles

په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي بریدګر د افغانستان څو ځلې سفرونه ثابته شوي، امنیتي سرچینو د طالبانو واک د “ترهګرۍ مرکز” بللی

February 6, 2026

په اسلام‌اباد کې د امام بارګاه په چاودنه کې ګڼ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ژوبل شوي دي

February 6, 2026

د اسلام‌اباد ښاروالۍ ادارې (CDA) په وینا، ډان نیوز د تاریخي یادگار د لیږد په اړه ناسم راپور خپور کړی، چې له امله یې خلکو ته غلط فهمي رامنځته شوې ده

February 6, 2026

پاکستان او ازبکستان په ګډه اعلامیه کې له افغان طالبانو د ترهګرو ډلو پر ضد د سمدستي اقدام او د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

February 6, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *