تازه خبرونه

اسلام آباد۔ پنډۍ او د پنجاب مختلف برخو کښې طوفاني باران،په لويه پيمانه نقصانات،مختلف واقعاتو کښې 63 تنه مړه شوي

پنډۍ،چکوال،جهلم،اټک او نورو علاقو کښې هنګامي حالت اعلان،پوځ هم طلب کړې شوېدے،مري کښې لينډسلائډنګ، ټريفک متاثره

1 min read

اسلام آباد۔ پنډۍ او د پنجاب مختلف برخو کښې طوفاني باران،په لويه پيمانه نقصانات،مختلف واقعاتو کښې 63 تنه مړه شوي

پنجاب بارانونه،63 تنه مړه،اسلام آباد،پنډۍ کښې سيلابونه

July 17, 2025

د لاهور بشمول د پنجاب په مختلف برخو کښې تير څو ورځو راهسې جاري بارانونو په لويه پيمانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي،د پنجاب حکومت ترجمان فاروق احمد وينا ترمخه جهلم،اټک، چکوال، فيصل آباد،اوکاړه،رحيم يارخان،ساهيوال،ليه،راجن پور،ميانوالي او نورو سيمو کښې سيلابونه راغلي دي او په هنګامي بنيادونو دې سيمو کښې ريسکيو آپريشن شورو کړي شوېدے ، تيزو هواګانو سره مسلسل واريدونکي بارانونو په سوؤنو کورونو،ودانو ته نقصان رسولې او په لويه پيمانه فصلونه هم تباه شويدي ۔ د پنجاب د قدرتي آفتونو د مخ نيوې ادارے(پي ډي ايم اے) لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د بارانونو لوجې د کورونو چهتونه غورځيدو او نورو واقعاتوکښې 63 کسان مړه او خواؤ شا درې سوه ژوبل شويدي ،
په مجموعي توګه صوبه کښې روان بارانونو لوجې د مړه شميره يوسل نهه ته رسيدلې ده،سيلاب متاثره علاقو کښې ريسکيو چارواکو سره مرستې لپاره پوځ هم طلب کړي شوېدے ۔

اسلام اباد او پنډۍ کښې د بارانونو نقصانات

سرښار اسلام آباد او پنډۍ کښې تير څلور ورځو راهسې وقفے وقفے سره د باران سلسله جاري ده ولې په دې کښې پرون راهسې شدت راغلې دے او دواړو ښارونو کښې د شپے اته بجو په وخت په شيبو باران واريدلې دے کوم چې خواؤ شا شپاړس ګهنټې جاري وو، موسمياتو محکمې ترمخه پنډۍ کښې 200 ملي ميټر پورې باران واريدلې دے چې ورسره ناله لئۍ او نورو خوړونو او نالو کښې سيلابي صورتحال پيدا شوي وو،پيرودهائي،ډهوک حسو،مهرکالوني،خيابان سرسيد او نورې علاقې اوبو کښې ډوب شويدي،خراب موسمي صورتحال لوجې پنډۍ انتظاميې د يوې ورځې چهټۍ اعلان کړېدے او خلکو ته کورونو پورې محدود پاتې کيدو هدايت شوېدے ۔ د څه قسمه بدې پيښې د مخ نيوي لپاره د اسلام آباد او پنډۍ هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړې شويده او اين ډي ايم اے ټول متعلقه ادارو ته د ممکنه خطرو د مخ نيوي لپاره پيشګي اقدامات کول او الرټ اوسيدو هدايت کړېدے ۔

ډيمونو کښې د اوبو لوړوالې،غريزو علاقوکښې لينډسلائډنګ

پنجاب او خېبرپښتونخوا کښې روان بارانونو لوجې تربيلا ډيم ته د اوبوراتګ سلسله کښې هم اضافه راغلې ده او ډيم کښې اوبو د فل ليول ته رانزدې شويدي،د تربيلا ډيم ترجمان بيان ترمخه ډيم ته د اوبو راتګ 223900 کيوسک ريکارډ شوېدے او دې کښې کله کمې او کله زياتې راشي ۔اوبو لوړ والي لوجې د ډيم سپل ويز په څلورم ځل کهلاؤ کړي شوي وو،د پنډۍ راول ډيم هم د اوبو نه تقريبا ډک شوېدے ، تير څو ګهنټو راهسې مسلسل باران په وجه ډيم کښې د اوبو موجوده سطح 1447 ايکټر فټ ته رسيدلې ده کوم چې د اوبو ذخيزه کونکي ګنجائش نه صرف پنځه ايکړ فټ کمه ده ،راول ډيم چارواکو وينا ترمخه که د اوبو سطح نوره لوړه شوه نو بيا به د ډيم سپل ويز کهلاؤلې شي ۔ بلخوا مري کښې د سالګر په مقام په روډ باندې لينډ سلائيډنګ شويدے چې لوجې ئې د ټريفک نظام متاثره شوي وو،د پنډۍ انتظاميې مري ته تلونکي کسانو او سيلګريانو ته د جي ټي روډ په ځائې مري ايکسپريس وے باندي تګ راتګ کولو هدايت کړيدے

اسلام آباد ائيرپورټ باندي پروازونو شيډول متاثره

باران مسلسل واريدو لوجې اسلام آباد ائيرپورټ باندې د پروازونو شيډول متاثره شوېدے،د ائير پورټ چارواکو ترمخه دوبئې او رياض ښارونو نه اسلام آباد په طرف راتلونکي پروازونو فيصل آباد کښې کوز کړي شويدي دغه رنګ د اسلام آباد نه لندن،دوبئې،دوحا،ترکيه، رياض،ابوظهبۍ او باکو ته تلونکي پروازونو شيډول متاثره شوي وو

Related Articles

د دوحه تړون وړاندې او له دې وروسته د پاکستان افغان طالبانو وړاندې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو په ضد دریځ روښانه دې چې ددوی په ضد دې اقدام وشي

November 7, 2025

زهران ممدانی د امریکه نیویارک ښار مسلمان ښاروال ټاکل شوې دې کوم چې د امریکه اولس مشر سره د سیاسي او اقتصادي سوچ په میدان کې تضاد لري

November 7, 2025

افغان طالبان خپل ژمنې ماته وي چې له امله ی د سیمې امنیت په اړه سختې اندیښنې را پورته شوي دي

November 7, 2025

د ملګرو ملتونو د نشه ی توکو په ضد کارکوونکې ادارې ویلي افغان طالبانو حکومت له نشه ی توکو کاروبار سره ژور تړاو لري

November 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *