تازه خبرونه

خارجه وزير اسحاق ډار سره د روس او ايران هم منصب ملاقاتونه،دوه اړخيزه تعلقاتو،منطقې په صورتحال خبرې شويدي

پاکستان،روس او ايران خپل مينځي اړيکې او مختلف شعبو کښې تعاون نور هم سيوا کولو باندې اتفاق کړېدے
خارجه وزير اسحاق ډار سره د روس او ايران هم منصب ملاقاتونه،دوه اړخيزه تعلقاتو،منطقې په صورتحال خبرې شويدي

تيانجن:روس او ايران خارجه وزيرانو سره د اسحاق ډار ملاقاتونه

د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې خارجه وزير او نائب وزيراعظم د چين تيانجن ښار کښې د شنګهائي تعاون تنظيم د وزيرانو اجلاس په سائيډ لائن مهم ملاقاتونه کړيدي ۔ بيان ترمخه دې اجلاس کښې ګډون لپاره چين په دوره راغلې د روس خارجه وزير سرګۍ لاوروف د اسحاق ډار سره ليده کاته کړيدي او ورسره ئې د دواړو ملکونو تعلقات په معاملو خبرې کړيدي، دواړو مشرانو د پاکستان او روس اړيکو کښې مثبت پرمختګ باندې اطمينان څرګند کړېدے او وخت تيريدو سره سره دا تعلقات نور هم مضبوطولو د عزم اظهار ئې کړېدے ۔

دواړو خارجه وزيرانو تجارت،دفاع، کرکيله او توانائۍ بشمول نورو شعبو کښې همکارۍ باندې اتفاق کړېدے، ملاقات په مهال دوه اړخيزه اړيکو او سيمې امن او استحکام لپاره د رابطو او ملاقاتونو سلسله جاري ساتلو باندې زور راوړلې شوېدے، خارجه وزير اسحاق ډار خپل هم منصب سرګۍ لاوروف له د پاکستان دوره کولو بلنه ورکړيده کومه چې هغه قبول کړيده ۔ دواړو مشرانو د افغانستان بشمول د منطقې سيکيورټۍ په معاملو هم خبرې اترې کړيدي ۔

وروستو خارجه وزير اسحاق ډار د ايران د هم منصب عباس عراقچي سره ملاقات کړېدے او ورسره ئې د ايران اسرائيل جنګ بندۍ نه پس په صورتحال تفصيلي خبرې کړيدي ۔ اسحاق ډار د اسرائيلي حملو لوجې ايران کښې شوي قيمتي ځانونو په زيان د افسوس اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې پاکستان به تل د مشکل په هره لمحه کښې د خپل ګاونډي ملک او د ايران وړوڼو خويندو سره اوګه په اوګه ولاړ وي ۔

خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې ګاونډي ملکونو کښې امن او قلاري د پاکستان او د منطقې د ملکونو په مفاد کښې ده،د ملکونو ترمينځ تاؤ تريخوالي په جنګونه نه حل کيږي بلکه دې لپاره مذاکرات او سفارتي کوششونه کول لازمي وي ، اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان به د منطقې امن،ترهه ګرۍ خاتمې او د شخړو حل لپاره خپل کردار جاري ساتي ۔

د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د اسرائيل سره جنګ بندۍ په حواله د پاکستاني حکومت کوششونو ستائينه کړې او اسرائيلي جارحيت خلاف د ايران د موقف تائيد کولو باندې ئې د پاکستان شکريه ادا کړيده ۔ دې نه آګاهو اسحاق ډار د قازقستان بشمول د نورو ملکونو د خارجه وزيرانو سره هم ملاقاتونه کړي وو او ورسره ئې د شريکې دلچسپې په معاملو او سيمې په صورتحال خبرې کړې وې

Related Articles

د خیبر پښتونخوا په شخړه ځپلو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملیات د پرمختیايي پروژو سره یو ځای ترسره کړل.

February 5, 2026

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر مفتی نور ولی محسود میرمن خوشحال خان مینا په کابل کې د هیپاټایټس ناروغۍ له امله وفات شوې

February 5, 2026

طالبانو په مسکو کې د خپل سفارت د نښان له تختې د دري ژبې لیکنه لرې کړه او خپل کمپاین یې د افغانستان له پولې هاخوا ته وغځاوه

February 5, 2026

بهرنیو میلیشو د ایران د جنورۍ د اعتراضونو د ځپلو کې مرسته کړې، دا ادعاوې تر اوس پورې په خپلواک ډول نه‌دي تایید شوې. تر دې دمه هیڅ خپلواک سازمان، حقوقي اداره یا نړیوال بنسټ دا ډول ګډون نه‌دی تائید کړی

February 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *