تازه خبرونه

د چين تيانجن ښار کښې شنګهائي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو اجلاس، اسحاق ډار اجلاس کښې د پاکستان وفد مشري کړې

اجلاس دوران د منطقې صورتحال،د تنظيم غړي هيوادونو ترمينځ اړيکې او نړي وال مسائلو په معاملو غور کيږي
د چين تيانجن ښار کښې شنګهائي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو اجلاس، اسحاق ډار اجلاس کښې د پاکستان وفد مشري کړې

چين صدر شي جن پنګ سره د خارجه وزيراسحاق ډار ملاقات

د چين صدر شي جن پنګ د بيجنګ ګريټ هال کښې د پاکستان د خارجه وزيراسحاق ډار د راتګ هرکلې کړېدے، د چين صدر د ايس سي او تنظيم خارجه وزيرانو ته دې اجلاس کښې شرکت کولو باندې په خير راغلې هم وئيلي دي ۔ په دې موقع خپله وينا کښې شي جن پنګ علاقائي تعاون په اهميت او د شنګهائي تعاون تنظيم په دائره کار رڼا اچولې ده ۔

دې اجلاس کښې د پاکستان،ايران، چين،هند،بيلاروس، کرغزستان، ازبکستان، تاجکستان،روس او قازقستان خارجه وزيران شرکت کوي ۔ پاک هند او ايران اسرائيل تاؤ تريخوالي په تناظر کښې د شنګهائي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو اجلاس خصوصي اهميت لري ۔ د اجلاس دوران د سيمې سيکيورټۍ،نړي وال شخړو او د تنظيم د غړو هيوادونو ترمينځ اړيکو او رابطو په معاملو غور کيږي ۔

د پاکستان او هند ترمينځ جهګړې وروستو د دواړو ملکونو خارجه وزيران په وړومبې ځل يو نړي وال اجلاس کښې شريک دي ، بلخوا چين سره مشرقي لداخ شخړه او کنټرول لائن باندې تاؤ تريخوالي نه پس د هند خارجه وزير دوه زره شلم نه پس په وړومبې ځل د چين په دوره دے ۔

د دې اجلاس په سائيډ لائن به اسحاق ډار د مختلف ملکونو د خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه هم کوي ولې د هند د هم منصب جے شنکر سره ئې د ملاقات هيڅ منصوبه نشته ۔ د ايس سي او تنظيم خارجه وزيرانو په دې اجلاس کښې راتلونکي مياشت د تنظيم د مشرانو د اجلاس تيارو په معامله هم غور کيږي،د ايس سي او سربراهي اجلاس به يوديرشم اګست نه تر يکم ستمبر پورې په تيانجن ښار کښې کيږي چې پکښې به وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير هم شرکت کوي ۔

Related Articles

راوي نائر د عداني ډلې پرضد د توهین په تور زنداني شو، چې په هند کې د مطبوعاتي ازادۍ او سانسور په اړه اندېښنې راپورته کړي

February 11, 2026

افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د فساد په نړیوال شاخص) کې ټیټه درجه ترلاسه کړه، چې د خلکو باور بیرته راوستلو او د نړیوال اعتبار د پیاوړتیا لپاره عاجلو اصلاحاتو او شفافیت ته اړتیا ښيي

February 11, 2026

د شندانه ګلزار څرګندونې د جذباتي مبالغه‌ګۍ، نه‌تصدیق شویو ادعاوو، او د تاوتریخجن سیاسي ویناګانو د خطرونو په اړه بحثونه راپورته کړي دي

February 11, 2026

پاکستان د افغانستان د ترهګرو پټنځایونو د شنډولو غوښتنه کوي او په مسوولانه توګه د افغان کډوالو ملاتړ کوي

February 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *