تازه خبرونه

داخله وزير محسن نقوي او ايران هم منصب اسکندر مومني ترمينځ ملاقات،پولو سيکيورټۍ او سيمې په صورتحال خبرې شويدي

پاکستان د ايران ورور هيواد دې ،دوه اړخيزه اړيکې به نورې هم پراخه کوؤ،اسکندر مومني
داخله وزير محسن نقوي او ايران هم منصب اسکندر مومني ترمينځ ملاقات،پولو سيکيورټۍ او سيمې په صورتحال خبرې شويدي

پاکستان او ايران دوه اړخيزه تعلقات پراخه کولو عزم کړې

داخله وزيرمحسن نقوي د پاکستان،ايران او عراق داخله وزيرانو سه فريقي کانفرنس کښې شرکت لپاره د تهران په دوره دے، دې کانفرنس کښې به د درې واړو ملکونو پولو معاملو،د زائرينو تګ راتګ،سمګلنګ مخ نيوې او په نورو مهمو معاملو غور کيږي، دا کانفرنس د پاکستان په خصوصي بلنه کيږي چې مقصد ئې د پاکستان نه هر کال د اربعين امام حسين(ع) په موقع د زائرينو د ايران د لارې عراق ته تلو دوران زائرينو ته سيکيورټي ورکولو او نور سهولتونه برابرولو په معاملو خبرې کول دي ۔

ايران ته رسيدو سمدستي وروستو داخله وزير محسن نقوي د ايران د هم منصب اسکندر مومني سره ليده کاته کړيدي، ملاقات په مهال د پاکستان او ايران ترمينځ اړيکو پراختيا،تجارت او مختلف شعبو کښې تعاون او د دواړو ملکونو پولو سيکيورټۍ په معاملو خبرې شويدي، د ايران داخله وزير اسکندر مومني د اسرائيلي جارحيت دوران د ايران ملاټر جاري ساتلو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړيده،اسکندر مومني امکان څرګند کړېدے چې د پاکستان داخله وزير محسن نقوي د ايران دې دورې سره به دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات نور هم پراخه شي،دواړو داخله وزيرانو د ملاقاتونو او د رابطو سلسله جاري ساتلو باندې هم اتفاق کړېدے

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *