تازه خبرونه

د ایف سي(فرنټیر کانسټیبلري) ځواک په فیډرل کانسټیبلري فورس کې د بدلولو پریکړه

سرچینې ددې نوي ځواک د مشرۍ کولو په اړه وایی چې په نوي فریم ورک کښې به د فیډرل کانسټېبلري مشري به د پاکستان په پولیس سروس کښې لوړپوړو پولیس افسرانو ته وسپارل شي
د ایف سي(فرنټیر کانسټیبلري) ځواک په فیډرل کانسټیبلري فورس کې د بدلولو پریکړه

آرډیننس د عملي کېدو وروسته به د دې نوې ځواک لپاره په ټول هیواد کښې نوي اهلکار هم وګمارل شي او د ملک په بېلابېلو برخو کښې به ی دفترونه هم جوړ شي

وفاقي حکومت د فرنټيئر کانسټېبلري فورس په وفاقي ځواک کښې د بدلولو پرېکړه کړې ده

سرچینې وایي چې وفاقي حکومت دا پرېکړه کړې چې د فرنټيئر کانسټېبلري (ایف سي) ځواک صلاحیتونه د ټول هېواد په کچه وغځوي او په دې اړه به د وفاقي کابینې له خوا د فرنټيئر کانسټېبلري ایکټ 1915 کښې د ترمیم کولو منظوري ورکړل شي

د دې ترميم نه وروسته به د هېواد په کچه د ایف سي د واک پراخولو لپاره یو آرډیننس هم جاري شي

په دې اړه سرچینې زیاتوي چې د دې نوي جوړ شوي ځواک نوم به فیډرل کانسټېبلري وي او نوې فیډرل کانسټېبلري ته به د څلورو واړو صوبو، اسلام آباد، آزاد جممو کشمیر او ګلګت بلتستان په ګډون په ټول هېواد کښې د فعالیت اجازه ورکړل شي

آرډیننس د عملي کېدو وروسته به د دې نوې ځواک لپاره په ټول هیواد کښې نوي اهلکار هم وګمارل شي او د ملک په بېلابېلو برخو کښې به ی دفترونه هم جوړ شي

سرچینې ددې نوي ځواک د مشرۍ کولو په اړه وایی چې په نوي فریم ورک کښې به د فیډرل کانسټېبلري مشري به د پاکستان په پولیس سروس کښې لوړپوړو پولیس افسرانو ته وسپارل شي

ددې نوي ځواک په اړه د دفاعي چارو پوهان وایی وايي چې د فیډرل کانسټېبلري په جوړېدو سره به په هېواد کې د داخلي امنیت او امن و امان په ټینګښت کې مهم رول ولوبول شي او دا ګام په ملکي سطح باندې د امنیتي پالیسۍ قوي کولو او د مؤثر کنټرول لپاره د پراخه هڅو کولو برخه بلل کېږي

Related Articles

معید پیرزادہ د اسلام آباد برید د بې اساسه توطئوي نظریو خپرولو لپاره کاروي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کمزوري کوي

February 7, 2026

د پېښور های کورټ په وژونکي پولیسو لاینونو د چاودنې قضیه کې امتیاز ته ضمانت ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د عدلیې رول باندې پوښتنې راپورته کړي

February 7, 2026

پوتین د اسلام آباد د جومات برید وروسته پاکستان ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر ضد د قوي همکارۍ ژمنه یې وکړه

February 7, 2026

څنګه بندیز لګېدلې بي‌اېل‌اې د ټولنیزو رسنیو له لارې د بشري حقونو ژبه ناوړه کاروي، بریدونه ستايي، تبلیغات خپروي او کسان جذبوي.

February 7, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *