تازه خبرونه

پاکستان به تل د کشمېرېانو سفارتي او په نړېوالو فورمونو ملاتړ ته دوام ورکړي: وزېر اعظم شهباز شرېف

په ټوله نړۍ کې نن د کشمير ٢٢ شهيدانو ورځ لمانځل کېږي
پاکستان به تل د کشمېرېانو سفارتي او په نړېوالو فورمونو ملاتړ ته دوام ورکړي: وزېر اعظم شهباز شرېف

وزېراعظم شهباز شريف هم د کشمير د شهيدانو ورځې په مناسبت خپل پيغام کې وويل چې دا ورځ د کشمير د مسلمانانو د ثابت قدمۍ، مقاومت او نه ماتېدونکي عزم يادونه کوي

نن په ټوله نړۍ کې د کال ١٩٣١ د جولای په ۱۳مه د هغو ۲۲ کشميري شهيدانو د ياد او درناوي لپاره لمانځل کېږي چې د کشمير د آزادۍ او خپلو حقونو د ترلاسه کولو په لار ، کې يې خپلې وينې تویې کړې او خپل ځانونه ې قربان کړل۔

په دې موقع د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په خپل ېو پيغام کې ويلي دي چې نن چې کشميري ولس خپله مبارزه پر مخ وړي، دا د همدغو ۲۲ شهيدانو د قربانيو تسلسل دی

هغه وويل چې پاکستان د کشميري وروڼو او خويندو مېړانه، حوصله او قربانۍ ته درناوی وړاندې کوي

وزېراعظم شهباز شريف هم د کشمير د شهيدانو ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې وويل چې دا ورځ د کشمير د مسلمانانو د ثابت قدمۍ، مقاومت او نه ماتېدونکي عزم يادونه کوي. هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ چې پاکستان به د جموں و کشمير د مسلمانانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکړي

دلته ددې خبرې باېد ېادونه وشي چې پاکستان تل په نړېوالو فورمونو او په ملګرو ملتونو کې غوښتنه کوي چې د کشمېر ستونزه دې د ملګرو ملتونو د قرارداد لاندې هواره کړې شي۔

خو د ملګرو ملتونو د قرار داد پرته هم د هند لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي جمو کشمېر کې خپلو ظلمونوته دوام ورکړې او د کشمېرېانو خپلواکې لپاره غږ د ټوپک په زور چوپ کوي او بې ګناه کشمېرېان شهېدان کوي۔

Related Articles

راوي نائر د عداني ډلې پرضد د توهین په تور زنداني شو، چې په هند کې د مطبوعاتي ازادۍ او سانسور په اړه اندېښنې راپورته کړي

February 11, 2026

افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د فساد په نړیوال شاخص) کې ټیټه درجه ترلاسه کړه، چې د خلکو باور بیرته راوستلو او د نړیوال اعتبار د پیاوړتیا لپاره عاجلو اصلاحاتو او شفافیت ته اړتیا ښيي

February 11, 2026

د شندانه ګلزار څرګندونې د جذباتي مبالغه‌ګۍ، نه‌تصدیق شویو ادعاوو، او د تاوتریخجن سیاسي ویناګانو د خطرونو په اړه بحثونه راپورته کړي دي

February 11, 2026

پاکستان د افغانستان د ترهګرو پټنځایونو د شنډولو غوښتنه کوي او په مسوولانه توګه د افغان کډوالو ملاتړ کوي

February 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *