تازه خبرونه

هند پاکستان کې ترهګرۍ ته وده ورکوي او وسله والو ډلو سره مرستې کوي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی چې چين د پاکستان نېږدې دوست هېواد دی، او د تایوان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی
هند پاکستان کې ترهګرۍ ته وده ورکوي او وسله والو ډلو سره مرستې کوي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت په وینا پاکستان دا موضوع په نړیواله کچه په هر فورم کې راپورته کوي.

پاکستان وايي چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د هند ملاتړ لرونکې ډلې ښکېل دي او په بلوچستان کې ترهګریز بریدونو او په دې صوبه کې بې ثباتي او ناامني راوستلو کې د هند لاسوهنه روانه ده

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، د اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې په مقبوضه کشمیر کې د لسیزو راهیسې د بشري حقونو سرغړونې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې بلوچستان کې په یو پلان او سازش سره هند له لوري لاسوهنه کېږي او د هند پراکسي ډلې په دغو پېښو کې لاس لري

د بهرنیو چارو وزارت په وینا پاکستان دا موضوع په نړیواله کچه په هر فورم کې راپورته کوي

ویاند وویل چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او د دې په اړه د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري هېڅ ډول متضاد بیان نه دی ورکړی

نوموړي دا هم وویل چې چين د پاکستان نېږدې دوست هېواد دی، او د تایوان په اړه د پاکستان په پالیسي کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. پاکستان د بریکس هېوادونو په سازمان کې د ګډون هیله لري، خو د بریکس په اړه چې کومې خبرې مخې ته راځي، پرې تبصره نه شي کولی

دلته مهمه ده او باید یادونه ی وشي چې وړمه ورځ هم د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په ډب سرہ ډاکئی سیمه کې ترهګرو د یو بس نه ۹ مسافررا ښکته کړل او د پېژندنې وروسته یې اووژل

دلته باید ددې هم یادونه وشي چې دغه وژل شوي مسافر د پنجاب اوسېدونکي وو او د هغوی مړي د پنجاب ـ بلوچستان په پوله د بواټه په سیمه کې د ډي جي خان انتظامیې ته وسپارل شول

په دې وژل شوو کسانو کې دوه هغه ورونړه هم وو چې د بلوچستان نه پنجاب ته د خپل پلار په جنازه کې د ګډون لپاره روان وو چې په لار کې د هند لوري ملاتړ لرونکې ډلې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې د بس څخه راښکته کړل او قتل ی کړل

Related Articles

په افغانستان کې د القاعده برصغیر (AQIS) د طالبان په ملاتړ خپل روزنیز کمپونه او تنظيمي جوړښت پراخ کړی دی. راپورونه ښيي چې په دې لړ کې د تر ټولو خطرناکو بهرنیو ترهګرو بېرته راتګ شوی او د بېلابېلو وسله‌والو ډلو ترمنځ پیاوړي اړیکې ټینګې شوې دي، چې دا چاره د سیمې لپاره جدي امنیتي اندېښنې راولاړوي

February 15, 2026

که دولت د پرمختیايي پروژو ترڅنګ د ځوانانو فکري ساتنه او سمې معلوماتو برابرولو کې پاتې راشي،

February 14, 2026

دغه اعتراف د طالبانو هغه اوږدمهاله ادعا رد کړه چې هغوی یې هڅه کوله نړیوالو ته دا انګېرنه ورکړي چې د دوی او القاعده په څېر سازمانونو ترمنځ اوس نور هېڅ اړیکه نشته

February 14, 2026

د بلوچستان او خیبرپختونخوا وروستیو بریدونو ته په اشاره، هغه د ملکي وګړو، تاسیساتو او امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو غندنه وکړه. هغه وویل چې ترهګرۍ ته هیڅ توجیه نشته او هغه عناصر چې د دې لپاره نرم دریځ لري، په حقیقت کې ملي یووالي ته زیان رسوي

February 14, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *