تازه خبرونه

پخواني افغان جنرال پاکستان کې د ترهګریز بریدونو په اړه مهم انکشافات کړي دي

1 min read

پخواني افغان جنرال پاکستان کې د ترهګریز بریدونو په اړه مهم انکشافات کړي دي

د افغان فوځ د پخواني ډايريکټر ملټري انټلیجنس او د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو قوماندان لیفټننټ جنرال سید سمیع سادات ویلي چې افغان طالبان له هند څخه مالي مرسته اخلي او په پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي

July 10, 2025

د افغانستان یو پخواني جنرال سمیع سادات د پاکستان ضد یو خطرناک اتحادي ګروپ په اړه انکشاف کولو وروسته ددې خبرې تاید کړې دې چې طالبان د هند په مالي مرستو سره د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچ بیلتون خوښو ډلو مرسته کوي چې دا ډلې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي

د بشپړ راپور ترمخه د اسـرائیل نه وروسته، د هند او افغان طالبانو ترمنځ پټ جوړجاړی هم بربنډ شوې دې او جنرال سادات د پاکستان په ضد دې ترهګرو ډلو په اړه د هند مالي مرستې په اړه مهم انکشاف وکړو

سرچینې وایي، د افغان فوځ د پخواني ډايريکټر ملټري انټلیجنس او د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو قوماندان لیفټننټ جنرال سید سمیع سادات ویلي چې افغان طالبان له هند څخه مالي مرسته اخلي او په پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي

نوموړي په خپلو څرګندونو کې اوویل چې افغان طالبان د پاکستان په ضد ډلو ملاتړ کوي، زیاته ی کړه چې د افغان طالبانو،هند او ټي ټي پي ترمینځ نزدې اړیکې دي او طالبانو ته له هند څخه مالي مرستې ورکول کیږي چې بیا ورستو دا مرستې فتنه الخوارج او بلوچ بیلتون خوښو ډلو ته رسول کیږي چې په پاکستان کې ترهګري وکړي او بې ثباتي راولي

هغه دا هم وویل چې طالبان هغو ډلو ته فنډونه ورکوي چې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې د پخواني افغان جنرال دا اعتراف د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د هغې څرګندونې پخلی کوي چې افغان طالبان له هند سره یوځای د پاکستان ضد فعالیتونو کې ښکېل دي او په پاکستان کې ترهګري کوي

د افغان جنرال بیان د پاکستان د هغه دریځ تایید دی چې په سیمه کې ترهګري د افغان طالبانو او هند د ګډې دسیسې نتیجه ده

دلته دا هم مهمه ده چې باید یاده شي چې وړمه ورځ هم په باجوړ کې د افغانستان اړخ څخه د ترهګرو هڅه شنډه شوه او د پاکستان امینتي ځواکونو اته فتنه الخوارج ترهګر اووژل

په باجوړ کې د ځایی سرچینو ترمخه نن د شنډی په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو تګړه مشر او د امن لپاره غږ پورته کوونکې مولانا خانزیب هم د هغه یو بل ملګري سره شهید کړې شول

دا خبره مهمه ده چې مولانا خانزیب په ۱۳م جولایی د امن پاڅون لپاره په بیلا بیلو سیمو کې کمپاین پیل کړې وو او نن هم چې د کمپاین لپاره تلل نو موټر ی په نښه شو او شهید کړې شو

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *