تازه خبرونه

د پاکستان حکومت، د ټیډ عارضي اسنادو موده تر ۳۱ یودیرشم جولایی وغځوله

پاک افغان سوداګرۍ ګډې خونې مشرانو، خیبر چیمبر او افغان ټرانسپورټران د پاکستان حکومت دا پریکړه ستایلې ده خو غوښتنه ی کړه چې دوی سره دې په ویزه کې نرمي وشي

1 min read

د پاکستان حکومت، د ټیډ عارضي اسنادو موده تر ۳۱ یودیرشم جولایی وغځوله

په تورخم پوله د خیبر چیمبر آف کامرس مشرانو او د کسټم کلیرینس ایجنټانو د پاکستان حکومت، د عارضي اسنادو موده ۳۱م جولایی ته غځولو ستاینه کړې ده

July 10, 2025

څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت افغان ټرانسپورټرانو لپاره په عارضی اسناد،ټیډ باندې د سفر کولو موده تر ۷م جولایی غځولې وه او چې دوه ورځې وړاندې دا موده ختمه شوه نو په تورخم پوله په سلګونو تجارتي مالونو ډک ګاړي بند پاتې شو

په تورخم کې ټرانسپورټرانو ستونزه په پام کې نیولو وروسته د پاکستان سوداګرۍ وزارت د زیارت په ورځ لسم ۱۰ د جولایی یوه مراسله جاري کړه، په مراسله کې د ټیډ اسنادو موده تر ۳۱م جولایی پورې وغځول شوه

پاک افغان جاینټ چیمبر ، خیبر چیمبر او افغان ټرانسپورټرانو او په تورخم کې ایمپورټ ایکسپورټ کاروبار سره تړلي سوداګرو د پاکستان دا پریکړه په ښو ټکو کې وستایله او وی ویل چې دې پریکړې سره سوداګر د لوی تاوان څخه بچ شو

دلته ددې خبری باید یادونه وشی چې چې په تیرو دو ورځو کې په تورخم کې په سلګونو د تازه میوې او سبزۍ ډک ګاړي بند پاتې وو او که دا ډک ګاړي نه وې پریښودل شوي نو سوداګرو ته به کروړونه روپۍ تاوان ور اووښتې وې

یو افغان ټرانسپورټر شاه جي رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان حکومت دا پریکړه ستایی. هغه غوښتنه وکړه چې په ویزه ورکولو کې دې نرمي وشي او په کم وخت کې دې ویزه ټرانسپورټرانو ته ورکړل شي چې ددوی کاروبار اغیزمن نه شی او دواړو هیوادونو اقتصاد ته ګټه ورسي

د خیبر چیمبر آف کامرس یو غړې او ایګزیکټیو ممبر حاجي ظاهروالله شینواري د پاکستان حکومت دا پریکړه وستایله خو غوښتنه ی وکړه چې حکومت دې د ویزه په ورکولو کې نرمي وکړي او فیس دې هم کم کړي

قاري نظیم ګل شینواري هم په پاک افغان پوله د دوه اړخیزه تجارت سره تړلې شخصیت دې او سینیر کسټم کلیرینس ایجنټ هم دې، وایی چې د پاکستان حکومت دې پریکړې سره په تورخم کې سلګونه ټرکونه چې د تجارتي مالونو ډک وو پاکستان ته د راننوتلو اجازه ورکړل شوه او سوداګر د تاوان بچ شو

نوموړي اوویل او غوښتنه ی وکړه چې حکومت باید ټرانسپورټرانو ته د ویزه جاري کولو په لور پام وکړي او ټرانسپورټرانو ته په کم وخت کې ویزه جاري کړي ځکه چې نن سبا له افغانستان لوري هم او د پاکستان لوري هم د تازه میوو سیزن دې او که په کم وخت کې ویزه دوی له ورکړل شی نو دې سره به ټرانسپورټران او سوداګر له تاوان څخه بچ شی او دا به د دواړو هیوادونو د اقتصاد په ګټه تمام شي

Related Articles

په مردان کې د کرونده ګرو کنونشن شوې، د نوې هایبرډ تخمونو په وسیله په خیبر پښتونخوا کې د جوارو تولید لس لکه ټنه زیات شوی

November 10, 2025

د پی‌ ټي ‌ای د رسنیو د ټیم د غړي پر ضد د دولتي ادارو پر ضد څرګندونو له امله قضیه ثبت شوې ده

November 10, 2025

د افغانستان په هرات کې د ښځینه لپاره فعالانو د طالبانو د اجباري حجاب امر پر ضد برقي سوځولي دي

November 10, 2025

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *