تازه خبرونه

پاکستان به کله هم اسراېل تسلیم نه کړي: وفاقي وزیر ډاکټرطارق فضل

دا یوازې د حکومت پرېکړه نه ده، بلکې دا د ټولې پاکستاني ولس پالیسي ده، او مونږ ترې یوه ذره هم نه ښې‌یا کیڼ اړخ ته نه شو تللې: وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل
پاکستان به کله هم اسرایلي تسلیم نه کړي: وفاقي وزیر ډاکټرطارق فضل

د ټول پاکستان قوم دا په ګډه پریکړه ده چې اسرایل به کله هم تسلیم نه کړي: وفاقي وزیر

د پاکستان په پارلیمان کې وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چودھري په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې چې پاکستان به هېڅکله هم اسراییل په رسمیت و نه‌پېژني

د پاکستان وفاقي وزیر دا څرګندونې د یو شخصي ټیلي وژن په شو کې د خبرو په مهال وکړي ، هغه ټینګار وکړو او زیاته ی کړه چې که عرب هېوادونه د ابراهیمي تړون سره موافقه وکړي یا نه، خو پاکستان به بیا هم اسراییل تسلیم نه کړي.

نوموړي ټینګار وکړو چې دا یوازې د حکومت پرېکړه نه ده، بلکې دا د ټولې پاکستاني ولس پالیسي ده، او مونږ ترې یوه ذره هم نه ښې‌یا کیڼ اړخ ته نه شو تللې

د فدرالي وزیر په وینا ، حکومت به کله هم داسې ګام وا نه خلي چې د پاکستان ولس ی نه مني ،زیاته ی کړه نو هم دې لپاره به دا موضوع هیڅ کله هم د بحث یا غور لاندې نه وي

په هم دې ټیلي وژن شو کې د تحریک انصاف استازې نثارجټ هم اوویل او دا ی اومنله چې د حکومت او اپوزیشن ترمینځ په دې موضوع اتفاق دې او په دې راضي دي چې اسرایل پیژندل د ولس په ګټه نه دي

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *