تازه خبرونه

برکس سربراهي اجلاس : پاکستان خلاف د هند يوه بله سفارتي ناکامي، پهلکام حمله کښې پاکستان ککړ کولو کوشش ناکامه

د مودي کوشش باوجود برکس اعلاميه کښې د پاکستان خلاف مذمتي بيان نه دې شامل، د روس او چين مشرانو اجلاس کښې شرکت نه وو کړے
برکس سربراهي اجلاس : پاکستان خلاف د هند يوه بله سفارتي ناکامي، پهلکام حمله کښې پاکستان ککړ کولو کوشش ناکامه

برکس تنظيم اعلاميه د پاکستان د موقف تائيد

په معاشي توګه مستحکم د 11 ملکونو تنظيم (برکس) د مشرانو اجلاس د برازيل په ريوډي جنيرو ښار کښې شوي وه چې پکښې د اسرائيل فلسطين تاؤ تريخوالي،په ايران د اسرائيل حملې او د دې وروستو پيدا شوي صورتحال،د تنظيم ملکونو ترمينځ مالياتي او سفارتي اړيکو او مشترکه کرنسۍ په معاملو غور شوي وو ۔

برکس اعلاميه د پاکستان د موقف تائيد

د برکس اجلاس وروستو اعلاميه جاري شويده چې پکښې په ايران د اسرائيل د حملو،فلسطنيانو خلاف روان ظلمونو مذمت شوے او د امريکني صدر ټرمپ په تجارتي پاليسو د تحفظاتو اظهار شوي وو۔ په اعلاميه کښې د هند د وزيراعظم نريندر مودي د خواهش او مطالبې باوجود پهلګام حمله پاکستان سره تړلو کوشش ناکامه شوېدے ۔ برکس اعلاميه کښې د پهلګام حملې خو مذمت شوېدے ولې دې حمله کښې د پاکستان د ککړتيا څه ذکر نه دې شوے حالانکه هند وزيراعظم مودي دې لپاره ډير کوششونه کړي وو۔

برکس اعلاميه د پاکستان سفارتي ګټه

سفارتي ماهرينو د برکس اعلاميه د هند سفارتي ناکامي ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې دې اعلاميې پهلګام حملې او وروستو د پاکستان خلاف هند جارحيت په حواله د پاکستان موقف صحيح ثابت کړيدے ۔ د روس صدر ولادي مير پوټن او د چين صدر شي جن پنګ برکس تنطيم د مشرانو په اجلاس کښې شرکت نه وو کړے ۔ دې مهم اجلاس کښې د دواړو طاقتور ملکونو سربراهانو عدم شرکت ثابت کړيده چې دا ملکونه هم د هند د بيانيي په حق کښې نه دي، په پاکستان د هند د حملو نه پس چين او روس د پاکستان جوابي کارروائي جائز ګڼلې وې ۔ دې نه مخکښې د تيرې مياشتې په شپږويشتمه نيټه د شنګهائي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو اجلاس دوران هم هندوستان د ناکامۍ ښکار شوي وو او د پهلګام حملې ذمه وار پاکستان ګرځولو په حواله د هند د الزاماتو ملاټر د تنظيم يو ملک هم نه وو کړے ۔

پهلګام حمله او پاکستان خلاف سازشونه

په دويشتم اپريل د مقبوضه جمو و کشمير په سيلګرۍ مقام پهلګام باندې د ډزو پيښه رامخې ته شوي وه چې پکښې اتويشت کسان وژلي شوي وو۔ د دې حملې نه يو څو ګهنټې پس هند حکومت بغير د څه تحيق يا ثبوت د دې حملې ذمه وار پاکستان ګرځولي وو او د پاکستاني حکومت لخوا د دې پيښې تحقيقاتو کښې مرسته کولو وړانديز باوجود هند په شپږم او اووم مئي د شپې په تياره کښې په پاکستان حملې کړې وې چې پکښې د پاک پوځ يوؤلس ځوانانو بشمول څلويښت تنه شهيد شوي وو۔ د دې حملو وروستو پاکستان د خپلې دفاع لپاره هم د هند خلاف جوابي کارروائۍ باندې مجبوره شوي وو او د يو څو ګهنټو جوابي حملو کښې ئې دښمن پوځ له داسې عبرت ناک شکست ورکړې وو چې ټول عمر له به ئې ياد ساتي، د پاکستان د جوابي حملو لوجې د هند شپږ الوتکې ،ميزائيل ډيفنس سسټم ،مهم پوځي اډې او حساس مرکزونه تباه کيدو نه پس هند پاکستان سره جنګ بندۍ ته رضا شوي وو ۔

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *